د کرکیټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د پنجشنبې په ورځ په خپله انټرنیټ پاڼه کې لیکلي دي چې راشد خان چې لا شل کلنۍ ته نه دی رسیدلی په دې هکله اټکل نه شي کیدای چې د خپل مسلکي ژوند تر پای به یي څومره ویکټې تر لاسه کړي وي. د دغه رپوټ له مخې راشد خان تر اوسه د خپل هیواد له پاره ۱۱۲ ویکټې اخیستي دي.
راشد یوازې په ۲۰۱۷م کال کې۶۰ ویکټې اخیستې دي چې د یوه ایسوسیټ ممبرز له پاره یو ریکارډ دی. پر دې سربیره په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د آی سي سي د بشپړ غړیتوب نه لرونکي لوبغاړې له پاره د ۴۳ ویکټو اخیستل یو بل ریکارډ دی. زیاته شوې ده چې راشد خان د دغې وړتیا له کبله ایسوسېټ ممبرز د کال د غوره لوبغاړي د غوره کیدو مستحق دی.
راشد خان د تیرکال په جون میاشتې کې د ویسټ انډیز پر وړاندې په یوه ورځنۍ لوبه کې ډیر اغیزناک ثابت شوی وو چې د ۱۸ رنزونو په ورکولو سره یې اووه ویکټې اخیستې وې. دغه څه د کرکیټ د پنځوس اوریزو لوبو په تاریخ کې څلورم غوره ریکارډ دی.
همداشان هغه د تیر میلادي کال په مارچ میاشت کې د آیرلنډ پر وړاندې ډیره ښه لوبه وکړه چې په یوه پنځوس اوریزه لوبه کې یې د ۴۳ منډو په ورکولو سره د مخالفې لوبډلې شپږ لوبغاړ وسوځول. د آیرلنډ پر وړاندې په یوه بله شل اوریزه لوبه کې راشد خان د درو رنزونو په ورکولو سره پنځه لوبغاړي سوځولي وو. دغه سیالۍ د هند په ګریټر نویډا لوبغالې کې تر سره شوې.
د هغه غوره لوبه د دې سبب شوه چې د نړۍ په کچه د T20 ټیمونو پام ځان ته راواړوي او هغه د هند په پریمیر لیګ او د آسترالیا په بګ باش لیګ کې هم ښه وځلید. په رپوټ کې د راشد خان، توپ وهنې ته هم اشاره شوې ده چې په تیرکال کې یې د آیرلنډ خلاف یوه لوبه کې پنځوسیزه کړې وه.
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې د تیرکال په جون میاشتې کې د کرکیټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ او په پام کې ده چې افغانستان سږکال خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه له هند سره وکړي او راشد خان به له دې فرصته ګټه واخلي چې خپل مهارتونه په پنځه ورځنۍ لوبه کې نندارې ته وړاندې کړي.
د آیرلنډ له کپتان ویلیم پورتر فیلد او د سکاټلنډ له کایلي کویتزر سره د کال د غوره لوبغاړي د سیالۍ په ترڅ کې راشد خان محمد شهزاد هم شاته پریښی دی او د ایسوسېټ ممبرز د کال غوره لوبغاړی نومول شوی دی. په تیرو وختونو کې د متحدو عربي آماراتو خرم خان (۲۰۱۵) د سکاټلنډ پرستن موسین (۲۰۱۴) او د آیرلنډ آل راونډر کیون اوبراین په ۲۰۱۳م کال کې دغه مقام ګټلی وو.
S.R/N.Z
زموږ له ارشيف څخه:
د کريکټ په ټيسټ لوبو کې چا لس زره منډي پوره کړي؟
يونس خان لومړی پاکستانی لوبغاړی دی چې د کريکټ په ټيسټ لوبو کې یې لس زره منډې جوړي کړي. آيا تاسې پوهيږئ چې د يونس خان د مخه د نړي نورو کومو لوبغاړو دومره ډير رنزونه کړي دي؟ انځور: N. Naamani/AFP/Getty Images براين لارا د هغو لوبغاړو په سر کې راځي چې په لږ لوبو کې یې لس زره منډي پوره کړي دي. ده په ۱۱۱ لوبه کې دا مقام خپل کړ. په دې موخه لارا ۱۹۵ اننګز (نوبت) ولوبول.
انځور: Picture-Alliance/Photoshot د کرکيټ د نړۍ يوه ډير ښه توب وهونکي سچن تندولکر په کلکته کې د ۲۰۰۵م کال د مارچ پر۱۶نيټه له پاکستان سره د يوې لوبې پر وخت په انفرادي توګه د لس زرو پاته منډي پوره کړې. دا د نوموړي ۱۲۱ ټيسټ لوبه او ۱۹۵ اننګز (نوبت) وو. تندولګر د ۱۹۸۹م کال د نوامبر پر ۱۵ نيټه په لومړي ځل په ټيسټ ميچ کې لوبيدلی وو.
انځور: AP د سريلانکا د ټيسټ لوبو ستوري کمارا سنګا په خپله ۱۵۹ ټيسټ لوبه کې لس زره منډي پوره کړې. دی د استرليا په ملبورن کې دې هدف ته ورسيد. دا د ۲۰۱۲م کال د دسمبر ۲۶ نيټه وه.
انځور: AP رکي پونټنګ د ۲۰۰۸ م کال د مي پر ۳۰ نيټه په نارت ساونډ کې له ويست اندیز سره په لوبه کې د لسو زرو منډو پاته برخه پوره کړه. ده دا هدف د ۱۱۸ ميچو په پر وخت د ۱۹۶ اننګز په لوبولو سره ترلاسه کړ.
انځور: AP په ۲۰۰۸ م کال کې راهول دراوډ په چنايي کې له سويلي افریقا سره په يوه لوبه کې خپل لس زره منډې پوره کړې. د توپ ويشتونکو مخې ته د «ديوال» په نوم شهرت لرونکي دې لوبغاړي په ۱۲۰ لوبو کې د ۲۰۶ اننګز تر لوبولو وروسته دغه هدف ترلاسه کړ.
انځور: AP د خيبر پښتونخوا د مردان سيمې يونس خان لومړی پاکستانی لوبغاړی دی چې همدا څو ورځې ترمخه يعني د اپريل پر ۲۱ نيټه یې په کنګستن کې له ويست اندیز سره په لوبه کې خپلې لس زره منډې پوره کړې. دا د نوموړي ۱۱۶ لوبه او ۱۰۸ اننګز وو. يونس خان د ۲۰۰۰م کال د فيبرورۍ پر ۲۶ نيټه په ټيسټ لوبو پیل وکړ.
انځور: AP مهيلا جی وردنې د ۲۰۱۱م کال د دستمبر پر ۲۶ نيټه په دربن کې لس زره رنز پوره کړل. دا د نوموړي ۱۲۷ لوبه او ۲۱۰ اننګز وو. جی وردنې په ۱۹۹۷م کال کې په ټيسټ لوبو پیل کړی وو.
انځور: AP سنيل ګواسکر لومړی لوبغاړی دی چې په ټيسټ لوبو کې یې لس زره منډي جوړې کړي. دې تکړه توپ وهونکي د ۱۹۸۷م کال په مارچ مياشت کې په احمد آباد کې له پاکستان سره په يوه لوبه کې دا هدف ترلاسه کړ. نوموړي په ۱۲۴ ټيسټ لوبو کې لس زره منډې پوره کړې.
انځور: AP تکړه آل راونډر ژاک کيلس په يوهانسبورګ کې له استرليا سره په يوه لوبه کې چې د ۲۰۰۹ م کال د فيبرورۍ پر ۲۶ نيټه وه لس زره منډي پوره کړې. دا د نوموړي ۲۱۷ اننګز او ۱۲۹ لوبه وه. کيلس په ۱۹۹۵م کال کي په ټيسټ لوبو پيل وکړ.
انځور: Reuters بريتانوي توپ وهونکي کک د ۲۰۱۶م کال په مي میاشت کې له سريلانکا سره د لوبې پرمهال خپل لس زره رنز پوره کړل. کک په ۲۰۰۶م کال کې په ټيسټ لوبو پیل کړی وو.
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar ايلن باردر چې په ډيرو کاميابو کپتانانو کې شميرل کيږي، د ۱۹۹۳م کال په جنورۍ مياشت کې یې د سدني په لوبغالي کې له ويست اندیز سره په لوبه کې لس زره منډې پوره کړې. ده په ۲۳۵ اننګز يا (نوبتونو) کې دا هدف تر لاسه کړ او هغه مهال دې هدف ته رسيدونکی دويم لوبغاړو شو. ده په ۱۹۷۸ م کال کې ټيسټ لوبي پيل کړي وې.
انځور: Getty Images شيو ناراين چندرپال، ويست اندیز شيو ناراين چندرپال د ۲۰۱۲م کال د اپريل پر ۲۳ نيټه دې هدف ته ورسيد. په روسو کې له استرليا سره په لوبه کې نوموړی د لس زرو رنزو جوړونکو په کتار کې ودريد. دا د هغه ۱۴۰ لوبه او ۲۳۹ نوبت وو.
انځور: AP د استرليا دې آل راونډر د ۲۰۰۳م کال د جنورۍ پر۲ نيټه د سدني په لوبغالي کې له بريتانيا سره په لوبه کې دا هدف ترلاسه کړ. ده په تر ټولو زياتو يعني ۲۴۴ اننګز کې تر لوبيدو وروسته لس زره منډې پوره کړې.
انځور: AP