راشد خان په افغانستان کې د یونیسف د ښه نیت سفیر شو
۱۳۹۷ اسفند ۲۹, چهارشنبهیونیسف د سه شنبې په ورځ د افغانستان له پاره پر خپله پاڼه لیکلي دي: «په داسې حال کې چې نړۍ سږ کال د ماشومانو د حقونو د کانونسیون ۳۰ کليزه لمانځي، موږ خوښحاله یوو چې نن راشد خان د افغانستان له پاره د یونیسف د ملي سفیر په توګه معرفي کوو.»
د دې ادارې له خوا په یوه خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: « شل کلن راشد خان به د يونيسف ادارې سره د نجونو تعليم د ودې، خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغۍ په لمنځه وړلو او د واکسين ساحې په پراخولو کې مرسته وکړي.»
له دې سره به نو راشد خان، اوس د کریکټ تر څنګ په افغانستان کې د یونیسف د پروګرامونو ملاتړ هم وکړي. په بیانیه کې د راشد خان په حواله راغلي دي: «ما تل غوښتل چې د روغتيا، زده کړې او تغذيې په مسايلو کې د ماشومانو د ژوند په ښه کولو کې برخه ولرم او يونيسف راته دا ښه زمينه مساعده کړه، زه دې کار ته لېواله يم او هيله لرم چې د ښې راتلونکې له پاره يو بدلون راولوو.»
راشد خان په ډیر کم وخت کې د خپلې توپ اچوونې له کبله د سپورټ په برخه کې په نړۍ کې په یوې پیژندل شوې څیرې باندې بدل شوی دی.
هغه څه نا څه د نړۍ په ټولو شل اورویزو لیګونو کې لوبې کړې دي او د کریکټ د نړیوالي شورا په درجه بندي کې د شل اوریزو، یو ورځنیو تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی. راشد خان همداراز په ۲۰۱۸م کال کې د اسیا په جام کې تر ښې لوبې وروسته د نړۍ تر ټولو غوره «الروندر» شو.
ms/nz