راپورونه: ترمپ د اوکراين د سولي تړون تصويب کړ
۱۴۰۴ آبان ۲۹, پنجشنبه
د فرانسې او رويترز خبري آژانسونو د راپورونو له مخي، په اوکراين کي د جګړې ختمولو له پاره د امریکا په ملاتړ د اوربند پلان پردې باندي راڅرخي چي کيف به اړ وي چي د روسيې د ځواکونو تر کنترول لاندي ځمکي پريږدي او په خپلو پوځونو کي ډراماتيک کمښت راولي.
هغو سرچينو چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي، رويترز خبري آژانس ته ويلي دي، چي امريکا غواړي چي اوکراين د سولي د تړون اصلي ټکي ومني.
د Axios ويب پاڼي د راپور له مخي، د امريکا نوې طرحه تمه لري چي اوکراين د خپل هيواد د ختيځ يوه برخه چي اوس کنترول پرې نه لري، مسکو ته وسپاري او امريکا به يې په عوض کي کيف او اروپا ته د روسيې د آينده يرغل پر وړاندي امنيتي تضمين ورکړي.
سپيني ماڼۍ په دې اړه له څه ويلو څخه ډډه کړې ده.
د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، په »ايکس« پاڼه کي ويلي دي چي واشنګټن به »د جګړې د دواړو خواوو د نظرونو پر اساس د دې جګړې د ختمولو له پاره د نظرونو یوه ليست جوړولو ته دوام ورکړي.«
روبيو ويلي دي: »د اوکراين په شان يوې پيچلې او وژونکي جګړې د ختمولو له پاره د جدي او حقيقي نظرونو پراخي تبادلې ته اړتیا ده. او د تلپاتي سولي د ترلاسه کولو له پاره دواړي خواوي اړي دي چي پر ستونزمنو خو اړينو امتيازاتو موافقه وکړي.«
ان بی سي نيوز د چهارشنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړ چي د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، دغه ۲۸ ماديزه پلان تصويب کړی دی.
يوه اوکرايني چارواکي رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي کيف د دې وړانديزونو په چمتو کولو کي ښکېل نه دی.
د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، په تلګرام ټولنيزه پاني کي د واشنګټن د سولي د طرحي په اړه تصبره و نه کړه، خو د امريکا د اغېزمن مشرتابه غوښتنه يې وکړه، ترڅو د هغې په ختمولو کي مرسته وکړي چي له کلونو راهيسي روانه ده.
زيلنسکي ويلي دي چي يوازي امريکا متحده ايالات او د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ »د جګړې ختمولو له پاره کافي قدرت لري.«