1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: مهاجر له کليسايي پناه نيول شوی

۱۴۰۳ شهریور ۲۵, یکشنبه

د آلمان په ووپرتال ښار کې تېره اونۍ یو داسې کس نیول شوی دی چې له څو میاشتو راهیسې د سیمې د پروتستانت کلیسا په پناه کې و. دغه راپور یویې ورځپاڼې ورکړی دی.

د راپور له مخې چارواکو د دغې نيونې په ترڅ کې مخکې کليسا ته خبر نه و ورکړی.
د راپور له مخې چارواکو د دغې نيونې په ترڅ کې مخکې کليسا ته خبر نه و ورکړی. انځور: Heiko Becker/REUTERS

د آلمان د نارد راين ويستفالن ايالت د کورنيو چارو د وزارت يوې وياندې له کليسايي پناه څخه د يو مهاجر د نيولو قضيه تائيد کړې ده. دغې وياندې «ويست دويچه څايټونګ» ته ويلي دي: «دغه قضیه د ډوبلین۳د بیا انتقال په اړه ده. یعنې هغه د داسې يو کس په هکله چې مخکې يې لا په بل اروپايي هیواد کې د پناه غوښتنه کړې ده». وزارت د دغه کس په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

ورځپاڼې د پروتستانت کلیسا د سیمې مشرې ایلکا فیدرشمیټ څرګندونې رانقل کړي دي. د هغې په وینا، موضوع د هغه تاجکستاني کس په اړه ده چې د لیتوانیا له لارې جرمني ته راغلی دی.
د فيدرشميټ په وينا دغه کس په خپل هیواد کې د زندان او شکنجې ګواښ ورسره مخ دی. نوموړې زياته کړې چې تاجکستان تور لګوي چې نیول شوی کس د يو داسي مخالف سياسي ګوند غړيتوب لري چې ورباندې تورونه دي چې د اسلامي دولت (داعش) سره اړيکې لري.

د راپور له مخې چارواکو د دغې نيونې په ترڅ کې مخکې کليسا ته خبر نه و ورکړی. دا مهال دغه کس د اخراج په توقیف کې په بیورن سيمه کې دی. یو بیړنی غوښتنلیک روان دی، ترڅو د اخراج مخه يې ونیول شي او په جرمني کې د محکمې قضیه پیل شي.

دا مهال نیول شوی کس د اخراج په توقیف کې دی.انځور: Gianni Gattus/Blaulicht Solingen/dpa/picture alliance

د کډوالو مشورتي دفتر دیاکوني او کلیسا د تاجکستان حکومت دغه تورونه د لیتوانیا څخه تاجکستان ته د دغه کس د بیا لیږد لپاره یوه پلمه ګڼي. فيدرشميټ يادې ورځپاڼې ته ويلي دي:«موږ نه غوښتل چې دغه سړی د کلیسا پناه په مرسته له قانوني پروسې لرې کړو، بلکې دا مو غوښتل چې هغه ته په جرمني کې یو عادلانه قانوني بهیر ورکړل شي.» د هغې په وینا، داسې یو بهیر په لیتوانیا کې د هغه لپاره ممکن نه و.

فیدرشمیټ ټینګار وکړ چې آلماني چارواکي له پیله د دغه کس د اوسېدو د ځای په اړه خبر ول. نوموړي په یوه اپارتمان کې ساتل شوی و او له رضاکاره مرستندویانو او د کډوالو مشورتي دفتر لخوا ورسره مرسته کېدله. فيدرشميټ ويلي:«موږ د داعش جنګیالي نه ساتو. موږ یوازې غواړو چې اړوندې ادارې دا قضیه بیا په دقت سره وڅیړي.»

د دوبلین د تړون له مخې چې په ۹۰یمو کلونو کې د اروپايي هيوادونو تر منځ لاسليک شوی و، د اروپايي اتحاديې هغه هيواد د يو مهاجر د پناه غوښتنې د پروسس کولو مسؤليت په غاړه لري، چې ورته دغه مهاجر لومړی دننه شوی وي. هغه مهاجر چې مخکې يې بل اروپايي هيواد کې د پناه غوښتنه کړې وي که آلمان ته راسې نو د دوبلین د تړون په ړنا کې په ټاکل شوي وخت کې بېرته هغه لومړي اروپايي هيواد ته لېږدول کيږي. که چارواکي په ټاکل شوې موده کې اخراج عملي نه کړای شي، نو یو شمیر پناه غوښتونکي کليسا ته پناه وروړي او چارواکي هم خبر وي چي دغه مهاجر په کليسا کې دی. کله چې د ډوبلین د عملي کولو وخت تېر شي نو په آلمان کې د دغه کس د پناه قضيه څېړل کيږي.

تاجکستاني ځوانان ولي د داعش سره يوځای کيږي؟

03:46

This browser does not support the video element.

آ./ا.ا./ز.ن.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب