راپور: آلمان په افغانستان کي ۱۶ ميليارده يورو مصرف کړي
۱۳۹۸ فروردین ۲۹, پنجشنبه
آلمان له ۲۰۰۱م کال راهيسي د افغانستان په ماموريت کي ۱۶ ميليارده يورو مصرف کړي دي. په دغه ماموريت کي ۵۸ آلماني عسکر هم وژل سوي دي.
اعلان
د آلمان د (RND) رسنيزي ډلي د راپور له مخي يوازي په ۲۰۱۸م کال کي د آلمان د دفاع وزات، بهرنيو چارو، پراختيا او داخلي چارو ادارو له بودجو څخه په افغانستان کي ۷۷۰ ميليونه يورو مصرف سوي دي.
دغه شمېرې يادي رسنيزي ډلي د آلمان په پارلمان کي د (آې اف دي) گوند د پوښتني په جواب کي د حکومت له ورکړل سوي معلوماتو څخه ورکړي دي.
د معلوماتو له مخي تر اوسه پوري يوازي د آلمان د پوځ مصارف ۱۱،۹ ميليارده يورو دي. له ۲۰۰۱م کال راهيسي د بهرنيو چارو ادارې مصارف ۲ ميليارده يورو، د پراختيايي چارو وزارت مصارف ۲،۳ ميليارده ښوول سوي دي.
دغه راز په افغانستان کي د آلمان د کورنيو چارو وزارت مصارف ۶۱ ميليونه، د کرهڼي او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه ۳۳ ميليونه او د کلتور وزارت له بودجې څخه ۳۴ ميليونه يورو په افغانستان کي مصرف سوي دي. په دې راپور کي د استخباراتي ادارو د مصارفو په اړه معلومات نه دي وړاندي سوي.
د (آې اف دي) يا آلمان له پاره بديل گوند د يوې بلي پوښتني په جواب کي د آلمان د دفاع وزارت ويلي دي چي په دغه ماموريت کي يې تر اوسه پوري ۵۸ عسکر وژل سوي دي.
د آلمان په پارلمان کي د (آې اف دي) گوند استازي رينر شپرينگر، له يادي رسنيزي ډلي سره په خبرو کي ويلي دي چي سوسيال ديموکراتانو او زرغون گوند خو په دې باندي باوري ول چي په ډيرو عسکرو سره به افغانستان ديموکراتيک کړي. هغه وويل: «هغوی له خپلو پلانونو سره ماته خوړلې او د آلمان پوځ بايد دغي سياسي غلطۍ ته ۱۸کاله خپل سر نيولی وای.»
هغه د جرمني له حکومت څخه غوښتي دي چي په افغانستان کي د آلمان د پوځ ماموريت ته خاتمه ورکړي او عسکر له دغه هيواده را وباسي.
فرانس پرس/ ن. ز،ش.ن
زموږ له ارشيف څخه:
په افغانستان کی د آلمان پوځي ماموریت ته په یوه بل نظر کتل
عکاس ینس اومبخ دوه ځله افغانستان ته سفر کړی، څو داسي انځورونه واخلي چي په دغه هیواد کي د آلمان ماموریت څرنگه خلک تر خپلی اغیزې لاندي راوستلي دي. نه یوازي عسکر، بلکي هغه افغانان هم چي د آلمان نظامی اډې ته نژدې اوسیږي.
اومبخ غوښتل د هغو کسانو عکسونه هم واخلي چي خلک یې نوم یوازي په خبرونو کي اوري. هغه وایی په اصل کي دغه ډول څیرې د آلمان د ماموریت اصلي دلیل جوړوي. له همدې کبله هغه د ټولو کسانو عکسونه اخلي، که هغه زاړه وي یا ځوانان، ښځي وي او یا کوچنیان. لکه دغه نجلۍ چی پرته له پردیو سرتیرو، بل ډول ژوند نه پیژني.
د عکاسۍ پروخت
اومبخ په ۲۰۱۰م کال کي تر خپل لومړي سفر وروسته، افغانستان ته تل په منظم ډول سفرکوي. هغه غواړي دغه هیواد او خلک یې نورهم ښه وپیژني. هغه وايي چي یو ځل له خپل ملگري او مرستیال سره مزار ته نژدې یو دښت کی ولاړ وو او هغه ځای دومره ښایسته وو چي هغه ته یې ژړا وروستله، ځکه په رسنیو کی تل دهغه برعکس تصویرونه وړاندي کیږي.
مېلمه پالنه
دغه عکاس وايي چي افغانانو د هغه تود هرکلی کړی دی. هغوی یې تل ډوډۍ خوړلو، کنسرتونو او د بزکشیو لوبو ته دعوت کړي دي. خو د خراب امنیتي حالت له امله یې نه سوای کولای دغو ټولو بلنو ته مثبت جواب ووایي.
تل امنیتی وضیعت په پام کی نیول
د کار کولو پر وخت امنیتی وضیعت په پام کي نیول، ډیر مهم وو. د ځايي کارکوونکو له خوا به تل هغوی ته لارښووني کیدې. اومبخ وایی چی ما تل داسي یو احساس درلود چي په آزادانه ډول گرځیدای سم. خو دا په دې پوري اړه درلوده چي چیري، څه وخت او له څومره مخکي له مخکي خبرداریو سره سړی گرځي.
چارواکي، طالبان او مجاهدین
همدارنگه مشهورو چارواکو لکه عطامحمد نور هم اومبخ ته اجازه ورکړې چی عکس یې واخلي. د بلخ ولایت دغه والي د آلمانانو له پاره د خبرو اترو مهم ملگری وو. همدارنگه اومبخ د طالبانو او مجاهدینو د جنگیالیو عکسونه هم اخیستي دي.
په جرمني کی د هغه د عکسونو نندارتون
په جرمني کی د ۲۰۱۶م کال له سپتمبر میاشتي راهیسي د «افغانانو» په نوم یو نندارتون پرانیستل سوی، چي وروستی یې په آلمان کی وو. په دغه نندارتون کي نندارچیانو ددې امکانات درلودل چی د اومبخ لوی عکسونه له نژدو وگوري.
راتلونکې مرحله، د عکسونو یوکتاب
ینس اومبخ وروسته غواړي چي له خپلو عکسونو څخه یوه مجموعه جوړه کړي او په دې ډول د یوه غټ کمپاین په مرسته د خپلی پروژې له پاره بسپنې راټولوي. د هغه په نظر د عکسونو یوه مجموعه په وخت پوري تړلی یو تلپاته سند وي. هغه هیله لري چی د «افغانانو» په نامه د هغه پروژه د راتلونکو نسلونو له پاره په افغانستان کی د آلمانی ماموریت یوه برخه جوړه کړي.