د سویلي آسیایې هیواد بنګله دیش ترڅنګ کینیا او لیبنان هم له ۲۸ نمرو سره د فساد په دې شاخص کې په ۱۴۳ نمبر راغلي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A.M. Ahad
ایران، اوکراين او میانمار
ایران له ۳۰ نمرو سره د څلورو نورو هیوادونو تر څنګ په مشرک ډول په ۱۳۰ نمبر راغلی دی.
انځور: picture-alliance/AA/S. Coskun
پاکستان، مصر او ایکوادور
پاکستان ته ۳۲ نمرې ورکول شوي دي او دغه سويلي آسیایې هیواد د مصر او ایکوادور ترڅنګ په ۱۱۷ نمبر راغلی دی. په ۲۰۱۲ م کال کې پاکستان ته ۲۷ نومرې ورکړل شوې وې.
انځور: Creative Commons
هند او ترکیه
هند، ترکیه، ګانا او مراکش په مجموعي ډول له ۴۰ نومرو سره په مشترک ډول ۸۱ نمبر راغلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/M. Swarup
انځورونه1 | 14
د روڼتیا نړیوال سازمان د نوملړ له مخې، هغه هيوادونه چې د فساد د مخنیوي په نوملړ کې لږ نمرې لري، د واک له ناانډولیز وېش سره مخ دي.
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ اجرائیوي رئیس، سید اکرام افضلي وویل چې افغان حکومت د خپل واک په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې د فساد پرضد مبارزي خپلواک کمېسیون جوړوي، خو د پنځو کلونو په تېرېدو سره یې خپله ژمنه پوره نه کړای شوه: «افغان حکومت باید د خپلواکو ادارو رامنځ ته کولو، شته ادارو ملاتړ او ورپسې د قواوو تفکیک له لارې فساد پر وړاندې مبارزه پیاوړې کړي چې پر دولتي ادارو باور راژوندی او ثبات رامنځ ته شي.»
حکومت په تېرو څو کلونو کې له فساد سره د مبارزې بیلابیلې ادارې رامنځته کړي، خو افغانستان لاهم د نړۍ د فاسدو هېوادونو له ډلې نه دی وتلی.
د فساد ډیریدو لاملونه څه دي؟
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد امان الله احمدزي دویچه ویله ته وویل، د فساد ضد مبارزې ادارو کار هغه مهال ګټور تمامیږي چې په پرېکړو کې لازم صلاحیت هم ورکړل شي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې افغانستان د فساد ضد اغیزمن قوانین لري، خو اصلي ستونزه یې په پلې کېدو کې ده: «حکومت د فساد ضد ښه قوانین او تګلارې لري، خو نقض او تر پښو لاندې کونکو ته هیڅ ډول جزا نه ورکول کیږي، همدااوس موږ ګورو هغه کسان چې په فساد کې ښکیل دي او قانون یې مات کړي دي، پرځای ددې چې مجازات شي یا وزیران دي یا والیان او یا هم په بهر کې سفیران.»
له دې ټولو نېوکو سره سره هم افغان حکومت د فساد پرضد مبارزه خپل کاري لومړیتوب بولي.
د روڼتیا نړېوال سازمان د ۲۰۱۹م کال د راپور پر بنسټ سومالیا، سویلي سوډان او سوریه د نړۍ درې ترټولو فاسدو هيوادونو په کتار کې راغلي دي.