«افغانستان په هغو هيواونو کي دی چي د بيان آزادي پکښې لږ سوې»
۱۴۰۴ شهریور ۲۰, پنجشنبه
د يوې نړيوالي موسسې په راپور کي راغلي دي چي په تيرو پنځو کلونو کي د مطبوعاتو آزادي په ټوله نړۍ کي کمه سوې ده او په تيرو ۵۰ کلونو کي ترټولو ټيټي کچي ته رسېدلې ده.
په ستاکهولم کي د ډيموکراسۍ او ټاکنو کي د مرستي نړيوال انستيتيوت (IDEA) په راپور کي چي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د سپتمبر۱۱) خپور سوی دی، راغلي دي چي افغانستان، بورکينافسو او ميانمار چي تر دې دمخه د مطبوعاتو د آزادۍ په برخه کي د ترټولو ضعيفو هيوادونو برخه ول - دغه آزادي پکښې ډېره لږ سوې ده.
په راپور کي څلورم ستر کمښت په جنوبي کوريا کي «د حکومت او د هغه د سياسي متحدينو له خوا د خبريالانو د بدنامۍ په قضيو کي زياتوالی او د هغوی پر کورونو چاپې وهل» په ګوته سوی دی.
په نړۍ کي د د ډيموکراسۍ وضعيت
د ياد انستيتيوت عمومي منشي کيون کاساس-زمورا، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په نړۍ کي د ډيموکراسۍ اوسنی حالت د اندېښنې وړ دی.»
په دغه راپور کي راغلي دي چي د نړۍ تر نيمايي زياتو هيوادونو (۵۴ سلنه) د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د ډيموکراسۍ د پنځو مهمو شاخصونو څخه په يوه کي کمښت ثبت کړی دی.
کاساس-زمورا وويل: «زموږ د راپور تر ټولو مهمه موندنه په ټوله نړۍ کي د مطبوعاتو د آزادۍ خورا شديد خبرابوالی دی.»
د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۴م کلونو ترمنځ دغه کمښت «په تيرو ۵۰ کلونو کي تر ټولو ستر کمښت دی».
هغه وويل: «موږ هيڅکله د ډيموکراسۍ د سلامتيا په شان يوه کليدي شاخص کي دومره شديد خرابوالی نه دی ليدلی.»
د مطبوعاتو آزادي د ټولو براعظمونو په ۴۳ هيوادونو کي کمه سوې ده، چي پکښې ۱۵ هيوادونه د افريقا او ۱۵ د اروپا دي.
هغه زياته کړه: «يو زهرجن ترکيب د جوړيدو په حال کي دی چي له یوې خوا د حکومتونو شديدي مداخلې دي، چي ځيني يې «د کورونا وبا پر وخت د پيښو ميراثونه» دي او له بلي خوا، «تاسو د نادرستو معلوماتو له منفي اغېزو سره مخامخ ياست، چي ځيني يې واقعاً نادرست اطلاعات دي او ځيني يې د حکومتونو له خوا د يوې بهانې په توګه د مطبوعاتو آزادۍ د سرکوبه کولو له پاره کارول کيږي.»
کاساس-زمورا وويل چي دغه فکري مرکز په ټوله نړۍ کي د دوديزو رسنيو د تثبيت او دغه راز «په ډېرو هيوادونو کي محلي رسنۍ چي د ډيموکراټيک بحث په ملاتړ کي خورا مهم رول لري» د ورکېدو په اړه اندېښمن دی.
دغه راپور يوازي د ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۴م کاله پوري موده ثبت کړې ده او د روان کال په جنورۍ مياشت کي سپيني ماڼۍ ته د دونالد ترمپ په راګرځېدو سره لومړي اثرات پکښې شامل نه دي.
خو کاساس-زمورا وويل: «ځيني هغه شيان چي موږ د تيرکال په پای کي د انتخاباتو په جريان کي او د ۲۰۲۵م کال په لومړیو څو مياشتو کي وليدل، خورا د اندېښنې وړ دي.»
هغه زياته کړه: «خو هغه څه چي په امريکا متحده ايالاتو کي پيښيږي د نړيوال کيدو وړتيا لري، دا په نړيواله کچه د ډيموکراسۍ له پاره ښه نخښه نه ده.»