راپور: تير کال په افغانستان کي ۵۶۶ تنه بهرني عسکر وژل سوي دي
۱۳۹۰ دی ۱۱, یکشنبهفرانس پرس خبري آژانس د ( آی کژويلتيز. اورگ) خپلواکي ويبپاڼي په حواله ليکي، چي په تير ۲۰۱۱ کال کي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو ۵۶۶ تنه ووژل سول، چي له دې ډلي څخه ۴۱۷ تنه امريکايان او ۴۵ تنه برتانويان دي.
په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د وياند په خبره په ۲۰۱۱ کال کي ئې د ۲۰۱۰ په پرتله چي ۷۱۱ بهرني ځواکونه ووژل سول، تلفات لږ ول.
په ۲۰۱۱ کال کي د بهرنيو ځواکونو په مرگ ژوبله کي دوو سترو پيښو زياتوالی راوستی دئ. ددې پيښو يوه ئې د اکتوبر په مياشت کي په کابل کي پر يو کاروان باندي په بريد کي ۱۷ تنه ووژل سول او په اگست کي په وردگو ولايت کي د يوې امریکايي څرخۍ الوتکي را نسکوره کول ول چي ۳۱ تنه امريکايي سرتيري پکښي ووژل سول.
د آلمان د دفاع وزارت په خبره تير کال ئې په افغانستان کي ۷ تنه سرتيري وژل سوي دي.
خو تير کال يوازي د بهرنيو ځواکونو له پاره خونړی نه وو، بلکي په خپله د ملکي افغانانو له پاره چي تر هغو ډير وژل سوي دي، د انساني ناورين کال وو.
يوازي د کال په وروستۍ مياشت کي په کابل او مزارشريف کي د عاشورا د ورځي پر مراسمو باندي په بريدونو کي تر ۸۰ تنو ډير انسانان ووژل سول.
ملگرو ملتونو ويلي دي، چي يوازي د تيرکال په لومړیو شپږو مياشتو کي ۱۴۶۲ تنه ملکي افغانان په چاودنو، نښتو، هوايي بريدونو او ځانمرگو حملو کي وژل سوي دي.
دغه سازمان په پام کي لري، چي د تيرکال د ملکي وگړو د قربانيو بشپړ راپور د رواني مياشتي په اوږدو کي خپور کړي.
د ملگرو ملتونو سازمان دغه راز ويلي دي، چي په افغانستان کي ملکي وگړو ته ۸۰ فيصده مرگ ژوبله په هغو چاودنو کي ور اوړي چي د وسله والو ياغيانو له خوا تر سره کيږي.
آژانسونه/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم