1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د ایران پر ضد د احتمالي برید لپاره د امریکا سنګر ماتوونکی بم

۱۴۰۲ خرداد ۲, سه‌شنبه

د امريکا متحده ایالاتو د هوايي ځواک یوې اډې يوه بم عکسونه خپاره کړل او یوه ورځ وروسته یې حذف کړل. دغه ۱۲ ټنه سنګر ماتوونکی بم د ځمکې ژورو ته د ننوتو وړتیا لري، او ښايي د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد وکارول شي.

آرشیف: د ایران د احتمالي اټمي تاسیساتو مرکز
آرشیف: د ایران د احتمالي اټمي تاسیساتو مرکزانځور: Planet Labs Inc/AP Photo/picture-alliance

د اسوشیتید پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په داسې حال کې چې له ایران سره د اټمي پروګرام پر سر کړکېچ زیات شوی، د امریکا پوځ روانه میاشت د یوه داسې ځواکمن بم عکسونه خپاره کړل چې د ځمکې ژورو ته د ننوتو او تر ځمکې لاندې د تاسیسات د لمینځه وړو وړتیا لري. دا بم هغه ځایونو ته د نفوذ وړتیا لري چې د یورانیمو د غني کولو له پاره ترې کار اخیستل کېږي.

د می پر دویمه د متحده ایالاتو هوايي ځواک د «جي بي یو۵۷» په نوم د بم عکسونه خپاره کړل. دا انځورونه یوه ورځ وروسته حذف شول. ظاهراً ځکه چې عکسونو د وسلو د جوړښت او ویجاړونکي ځواک په اړه حساس توضیحات څرګند کړل.

د دې عکسونو خپرول په داسې حال کې کیږي چې اسوشیتید پریس راپور ورکړی چې ایران د اټومي تاسیساتو په جوړولو کې ثابت پرمختګ کوي او احتمالا«جي بي یو۵۷» د ځمکې لاندې تاسیساتو د ویجاړولو له پاره د متحده ایالاتو د اردو وروستۍ وسله وي.

د ایران د اټومي پروګرام د رپوټ په اړه نړیوال غبرګونونه

په ۲۰۰۰ مه لسیزه کې، د زیاتیدونکو اندیښنو په منځ کې چې ایران د احتمالي برید څخه د ساتنې له پاره د ځمکې لاندې اټومي سایټونه جوړوي، متحده ایالاتو د «نفوذ کونکي بم» د جوړولو سیسټم رامینځ ته کړ.

د امریکا هوايي ځواک د دغو بمونو عکسونه په میسوري کې د ویټمن هوايي ځواک د اډې پر فیسبوک پاڼه خپاره کړي دي. دا اډه د بی - ۲ الوتکو د بیړۍ مرکز دی، او دا یواځنۍ الوتکه ده چې د دارنګه بمونو د لیږدولو وړتیا لري.

بلنکن د ایران اتومي پروګرام پر وړاندې د پوځي اقدام امکان نه ردوي

اسوشیتید پریس لیکي چې دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا هوايي ځواک د دغه بم عکسونه او ویډیوګانې خپروي، دا په داسې حال کې ده چې له تهران سره د دغه هېواد د اټمي پروګرام پر سر تاوتریخوالی زیات شوی. په ۲۰۱۹م کال کې، د متحده ایالاتو اردو د بي ۲ بم غورځوونکي یوه ویډیو هم خپره کړې وه چې دوه بمونه غورځوي.

د متحده ایالاتو هوايي ځواک دې ته ځواب ونه وایه چې ولې یې لومړی عکسونه خپاره او بیا یې لرې کړل.

د ایران د اټومي تاسیساتو په نخښه کولو کې د دارنګه بم احتمالي رول

آرشیف: د نطنز د یورانیمو غني کولو تاسیساتانځور: IRIB/AP Photo/picture alliance

اسوشیتید پریس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د «پلانټ لبز» شرکت د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې تهران د ایران په مرکز کې د نطنز اټومي سایټ ته څېرمه په غره کې د یوه تونل په کیندلو بوخت دی. د کارپوهانو او د اسوشیتید پریس تحلیل ښېې، په ساحه کې کیندونکې غونډۍ ښیې چې مرکز ېې ممکن د ۸۰ مترو او ۱۰۰ مترو تر مینځ تر ځمکې لاندې وي.

کارپوهان وايي، د ساختماني پروژې اندازه ښیي چې ایران ممکن د ځمکې لاندې تاسیساتو څخه نه یواځې د سنټرفیوزونو جوړولو له پاره بلکې، د یورانیمو د غني کولو له پاره هم کار واخلي.

ایران د امریکا د تازه بندیزونو په اړه غبرګون ښودلی

ایا امریکا اوس هم د بم غورځولو هڅه کولای شي؟

د اسوشیتید پرېس په وینا، امریکایي چارواکو مخکې له دې چې د اټومي سایټ د ویجاړولو ډاډ ترلاسه کولو له پاره په پرله پسې توګه د دوو داسې بمونو د کارولو په اړه خبرې کړي. مګر حتی وروسته به هم د نطنز تونل نوې ژوره یوه جدي ننګونه رامینځ ته کړي.

د امریکا د احتمالي پوځي برید یوه ستونزه دا ده چې یوه B-2 بم غورځوونکې الوتکه د تېر کال له ډسمبر راهیسې پر ځمکه کښینستل ځکه چې د بېړنۍ ناستې له امله یې اور واخیست.

په هرصورت، ډګروال بروس ای. ویدال، د هوايي ځواک د نړیوال برید د قوماندې ویاند وویل، متحده ایالات لاهم کولای شي "که چیرې عملیاتي اړتیا وي، بم غورځوونکي الوتکي ته پرواز ورکړي."

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل