راپور: د پاکستان له اړخه سوي ډزي د بريد سبب سوي
۱۳۹۰ آذر ۷, دوشنبهپاکستان د خپلو ۲۴ تنو پوځيانو وژلو سخت په غصه کړی دئ او په دې اړه په هغه هيواد کي سخت لاريونونه تر سره شول.
د امريکا متحده ايالات چي په افغانستان کي ۱۳۰زره پوځيان لري، د هغوئ زياتره اکمالات د ځمکي له لاري د پاکستان څخه افغانستان ته انتقاليږي. د امريکا متحده ايالاتو د دغي پيښي په اړه خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې او د نوموړي پيښي په اړه يې د هر اړخيزو پلټنو ږغ کړی.
دغي پيښي ته د غبرګون په توګه پاکستان، افغانستان ته د ناټو پر اکمالاتي کتارونو بنديز لګولی، او د امريکا سره يې د ملګرتيا په اړه له سره د غور خبره کړې او ښايي د ډسمبر پر پنځمه نېټه په المان کي د افغانستان په اړه په دايرېدونکي کنفرانس کي ګډون ونه کړي.
خو د دوشنبې په ورځ د وال سټريټ ژورنال په يوه راپور کي راغلي، چي د ناټو له لوري د پاکستان پر پوځي پوستو بريد، پر افغان او امريکايي ځواکونو د شوي بريد غبرګون وو.
خو پاکستان بيا داسي رپورټونه ردوي، چي گويا لومړی دي د دوئ ځواکونو ډزي کړي وي.
دغسي يوه مقاله د ګارډين په ورځپاڼه کي هم خپره شوي چي په هغي کي د درو افغان او يو بهرني چارواکي په حواله ويل شوي چي د هوايي ځواک ملاتړ د دې له پاره راغوښتل شوی وو، چي د طالب وسله والو سره د جګړې په ترڅ کي د پوځ سره مرسته وکړي.
دغه لويديځوال افسر، چي نوم يې نه دی بربنډ شوی وال سټريټ ژورنال ته ويلي، چي پر ناټو او افغان ځواکونو باندي د پاکستاني پوستي څخه ډزي شوي. او دا د هغې په مقابل کي دفاعي بريد وو.
په کابل کي يو بل تن افغان چاوراکي چي د نوم د اخيستلو څخه يې ډډه کړې، هم ويلي چي د مقابل لوري پر افغان پوځ ډزي کېدې، چي بيا موږ د مرستي غوښتنه وکړه او دغه څه پيښ شول.
دغه چارواکي زياته کړې چي دولت په دې باور لري چي دغه ډزي د پاکستاني پوستي څخه شوي نه د اورپکو له لوري.
خو د امريکا د متحده ايالاتو له لوري د دغه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند شوی.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل