1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: طالبان او پاکستان به په چین کې بیا خبرې پیل کړي

نجيب الله زيارمل اسوشيېتيد پرس خبري آژانس
۱۴۰۵ فروردین ۱۲, چهارشنبه

راپورونه وايي چي د طالبانو اداره او پاکستان دا ځل د چین په منځګړیتوب خبري اتري پیلوي. دا خبري اتري پر افغانستان د پاکستان تر مرګونو بریدونو وروسته بیا پیليږي.

په کابل کي د پاکستان په بريدونو کي ويجاړ سوي کورنه او موټر
تر خونړيو بريدونو وروسته د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ خبري اتري بيا پيليږيانځور: Sami Jan/dpa/picture alliance

دوو پاکستاني چارواکو اسوشیېتيد پریس خبري آژانس ته ویلي دي چي د طالبانوادارې او د پاکستان د حکومت استازو په چین کي خبري اتري بیا پیل کړي دي.

یوې دریمي سرچینې چي د چین د منځګړیتوب له هڅو خبره ده، دې خبري آژانس ته وویل چي د خبرو اترو هدف د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اوسني شخړې پای ته رسول دی.

افغان او پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی چي دا خبري اترې به د چین په شمال اورومچي ښار کي ترسره سي.

د چین حکومت، پاکستاني چارواکو او طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان امنيت شورا ته د پاکستان د بريدونو شکايت کړی دی

د پاکستان ډان ورځپاڼي د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړ پوړي چارواکي په حواله راپور ورکړی دی چي خبري اتري به په درې اړخیز میکانیزم کي ترسره سي.

دغه پاکستاني چارواکي چي د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبري کولې، وویل چي دا غونډه «په خپله د منځګړیتوب هڅه نه ده».

یوه بل پاکستاني چارواکي ډان ورځپاڼي ته وویل، دا چي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار، د سې شنبې په ورځ په چين کي وو، بیجینګ په دغه غونډه کي د پاکستان د ګډون غوښتنه وکړه. د هغه په خبره، د طالبانو ادارې له چین څخه غوښتي ول چي پاکستان د خبرو اترو میز ته راولي.

پخوانۍ خبري اتري ناکامي وې

د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ ليده کاته له هغه وروسته کيږي چي د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب پخوانۍ خبري اتري يې بې نتيحې پای ته ورسېدلې.

تېره میاشت د جګړې له بیا پیل سره، چین د منځګړیتوب هڅې ګړندۍ کړې، او د دغه هیواد ځانګړی استازی څو ورځي د کابل او اسلام آباد ترمنځ په تګ راتګ کي وو.

چین د پاکستان ډېر نږدې ملګری او په هغه هيواد کي یې لویې اقتصادي پروژې پیل کړي دي. چین د طالبانو له ادارې سره هم نږدې اړیکې لري او په افغانستان کې یې پانګونه کړې ده، په ځانګړې توګه د کانونو په سکتور کي.

د طالبانو اداره او د پاکستان حکومت له میاشتو راهیسې په سرحدي تاوتریخوالي کې ښکیل دي. دغه جګړه د فبروري مياشتي په وروستیو کي تر اوربند وروسته هغه وخت بیا پیل سوه چي پاکستان په افغانستان کي ځيني امنيتي پوستې بمبار کړې.

تيره مياشت د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل کي د روږدو کسانو د درملني پر یو روغتون باندي بريد وکړ چي د طالبانو په وينا تر ۴۰۰ ډېر کسان پکښي ووژل سول.

«په کابل کي د معتادينو پر کلينيک د پاکستان بريد ممکن جنګي جنايت وي»

پاکستان ادعا کوي چې په دې بریدونو کي یې «پوځي تاسیسات او د ترهګرو ملاتړي زیربناوي» په نخښه کړي دي، خو د طالبانو چارواکو ویلي دي چي په دې بریدونو کي ملکي وګړي وژل سوي او ټپیان سوي دي.

په ډله‌ییزه توګه خاورو ته سپارل

02:20

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب