په لندن کي د یوې خپرې سوي څېړني څخه، چي پرون چهارشنبه (د می ۲۴) نشر سوې معلومیږي چي په دې وروستیو کلنو کي د عصري یا نوي غلامۍ کچه څومره زیاته سوې ده.
د بشري حقونو د یو بنسټ «واک فري» له خوا د « ګلوبل سلیوري انډیکس» د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۲۱م کي ۵۰ میليونه وګړو په نړۍ کي د «نوي غلامۍ ژوند کاوه.»
که له پنځو کالو مخکنیو اټکلونو سره دغه شمېرې پرتله کړو، نو ویلای سو چي په دې برخه کي ۱۰ میليونه ډېروالی راغلی دی.
اړوند:
په لیبیا کې د مهاجرو ربړول او دغلامانو د خرڅلاو بازار
د غلامانو په توګه خرڅول، جنسي تیري، ربړول او لوږه هغه څه دي چې په لیبیا کې ورسره یو شمیر مهاجر لاس او ګریوان دي. هغه مهاجر چې اروپا ته د تګ نیت لري، د لیبیا د امنیتي ځواکونو له سخت چلن سره مخامخ کیږي. انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi په لیبیا کې د غلامانو د خرڅلاو بازار انځورونو خپریدل نړۍ وړلزوله. د لیبیا حکومت چې نړیواله ټولنه يې ملاتړ کوي، د دغو انځورونو تر خپریدو وروسته د یوې څیړنیزي کمیټې د جوړیدو خبر ورکړ. په عین وخت کې د لیبیا حکومت ویلي دي چې دغه هیواد د معمرالقذافي تر سقوط وروسته له اړودوړ سره مخامخ دی او لیبیا اروپا ته د غیرقانوني مهاجرت منبع نه، بلکې پخپله د دغه وضعیت قرباني دی.
انځور: Getty Images/AFP/F. Bucciarelli هغه کسان چې په دغه بازار کې پلورل کیدل، افریقایي مهاجر ول. په ليبيا کې د غلامانو په توګه د هغوی د خرڅلاو د انځورونو خپریدو په ځينو اروپایي او افریقایي ښارونو کې اعتراضونه راپورته کړل. د مراکشي او افریقایي ځوانانو یوې ډلې (په پورتنې انځور کې) د مراکش په پلازمینه کې د لیبیا سفارت مخې ته احتجاج وکړ.
انځور: Getty Images/AFP/F. Senna ډیر مهاجر اروپا ته د رسیدو پر لاره ویرونکي تجربې تر شا پریږدي. ملګري ملتونو د اروپایي اتحاديي او یو شمیر افریقایي هیوادونو سره په ګډه پتېيلې ده چې د روان کال تر پایه پوري ۱۵۰۰۰ پناه غوښتونکي خپل هیواد ته ستانه کړي. زیاتره دغه مهاجر له نایجیریا، ګامبیا او ګانا هیوادونو دي. د ملګرو ملتونو په وینا په دغه طرح کې ګډون اختیاري دی.
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi ملګرو متلونو تر دې دمخه په لیبیا کې د مهاجرو د کمپونو د وضعیت په هکله هم اندیښنه څرګنده کړې وه. د اټکلونو له مخې له۴۰۰ زرو تر یو میلیون پوري مهاجر په لیبیا کې په ناخواله وضعیت کې ژوند کوي او هیله من دي چې وکولای شي په لومړني فرصت کې ځانونه اروپا ته ورسوي. د لیبیا د چارواکو په ونیا اوسمهال شا او خوا ۲۰ زره مهاجر د دغه هيواد په کمپونو کې ژوند کوي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi په لیبیا کې د ملي یووالي حکومت له اروپایي اتحادیي سره د ساحلي ګارد په واسطه د مدیترانې سمندرګي له لاري اروپا ته د مهاجرو د مخنیو په برخه کې یو تړون لاسلیک کړی دی. په دې موخه په راتلونکې کې باید د مناسبو شرایطو لرونکي پناه ځایونه برابر شي. پورتنی انځور د همدغې ډول یوه کمپ دی چې مصراته ښار ته نزدې موقعیت لري. دغه کمپ پخوا یو زندان وو.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/C. Occhicone هغو مهاجرو چې په لیبیا کې یې په توقیف خانو او کمپونو کې زیات وخت تیر کړی دی، له جسمې لحاظه يې وضعیت ښه نه دی او پر بدن یې د شکنجو او جسمې آزار نخښې لیدلي شوي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان، څه موده وړاندي وویل چې د روان میلادي کال په پنځو میاشتو کې چې کومو کسانو ځانونه د مدیترانې سمندرګي له لاري ایټاليا ته رسولي ۴۱ زره تنه وو چې د ټول تیرکال په پرتله یې شمیر لس زره تنه زیات وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Brabo دغه ځوان هم د مصراته په۵۰ کیلومترۍ کې د مهاجرو په یوه کمپ کې ژوند کوي. ډیر مهاجر د کار موندلو په موخه لیبیا ته مهاجرت کوي. یوه ډله یې بیا غواړي چې د مدیتراني د مرګوني لاري تر وهلو وروسته ځانونه اروپا ته ورسوي. تر اوسه څو زره کسان د دغې لاري په اوږدو کې مړه شوي دي. خو پر دې سربیره هم ډیر افریقایي ځوانان د تیښتې لومړني فرصت ته انتظار باسي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Brabo د لیبیا ساحلي ګارد په دې ترڅ کې ډیر ځوانان نیولي او وچې ته یې ستانه کړي دي. دغه کسان د لیبیا ساحلي ښار طرابلس په ۴۵ کیلومترۍ کې میشتیږي. د بشري حقونو مدافع سازمانونه د اروپایي اتحادیې او لیبیا تر منځ پر شوي تړون انتقاد کوي. د دغه تړون اصلي هدف د مدیتراني سمندرګي مسیر بندول دي.
انځور: Getty Images/AFP/T. JAwashi د اروپايي اتحادیې او افریقا مشرانو په نزدې وخت کې په عاج ساحل کې پر دې باندي توافق وکړ، چې د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې په ملاتړ یو افریقایي کمیسیون جوړ شي چې په افریقا کې له بشري حقونو څخه د سرغړوني پيښې وڅیړي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi
د دې لوړوالي ډېر دلیلونه سته، خو موږ يې د نورو سببونو ترڅنګ پراخیدونکي او پېچلي وسله والي جګړې، له چاپیریال سره تړلي مسایل، د کرونا وبا اغیزي او نور یادولای سو.
نوې غلامي څه شی ده؟
«واک فري» نوې غلامي داسي راپېژني: «د قانوني تصوراتو یوې داسي ټولګي ته ویل کېږي، چي په هغه کي په زوره مزدوري، ګروي، په زور ودونه او باید پوه سوو، چي عصري غلامي نور ډولونه هم لري، چي موږ يې یوه ښکاره بېلګه انساني قاچاق هم یادولای سو.»
زموږ فېسبوک پاڼه دلته کتلای سی
د یاد بنسټ په خبره: «نوې غلامي په سترګو نه لیدل کېږي، خو د نړۍ په هر کونج کي د خلکو له ژوند سره اخښل سوې او هره ورځ خلګ خطاء باسي، ځوروي يې او داسي شرایطو ته اړ ایستل باسي چي هغوی يې نه سي پرېښولای.»
اړوند:
په پاکستان کې د غلامۍ پر ضد مبارزهThis browser does not support the video element.
په راپور کي ویل سوي دي چي ۲۷.۶ میليونه خلک د جبري کار څخه کړیږي، ۲۲ میليونه وګړي بیا له خپلي خوښي پرته ودونه ژړوي یعني په نړۍ کي له هرو ۱۵۰ وګړو څخه نژدې یو وګړی له ورته غلامۍ څخه اغیزمن دی.
تر ټولو ډېره غلامي چیري ده؟
راپور زیاتوي د شمالي کوریا په « زرو وګړو کي ۱۰۴ کسان» په اریټیریا کي « ۹۰.۳» او په موریطانیا کي له زرو کسانو څخه «۳۲» يې د نوي غلامۍ ژوند لري چي دا تر ټولو لوړه شمېره ده.
زموږ یوټیوب پاڼه
سعودي عربستان، ترکیه، متحده عرب امارات او کویټ هم د ۱۰ هغو هیوادونو د فهرست کي شامل دي، چي د راپور په وینا «د دغو هیوادونو په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي چارو کي یو شمېر بشري او مدني محدودیتونه هغه ځانګړتیاوي دي، چي دوی يې یاد فهرست ته ور شامل کړي دي.»
اړوند:
د عصري غلامۍ ۱۰ مخکښ هیوادونه
غلامي د نابرابرۍ تر ټولو بده څیره ده چې د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي او مذهبي فشارونه له کبله رامنځ ته کیږي. اوس عصري غلامي ډیره پیچلې شوې او ډير عوامل لري. انځور: DW/S. Tanha د «ګلوبل سلیوري انډیکس» په تازه رپوټ کې شمالي کوریا په لومړي مقام کې ځای لري. په شمالي کوریا کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۱۰۴،۵ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۲۵ میلیونه او ۲۴۴ زره ښوول شوی او د ټول نفوس ۲ میلیونه او ۶۴۰ زره کسان له دغې پدیدي اغیزمن انګیرل شوي.
انځور: Reuters په دوهم مقام کې ایریتریا ځای لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۹۳ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۴ میلیونه او ۸۴۷ زره ښوول شوی او د ټول نفوس ۴۵۱ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: picture-alliance/dpa/I. Yefimovich په دریم مقام کې برونډي ځای لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۴۰ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۱۰ میلیونه او ۱۹۹ زره ښوول شوی او د ټول نفوس ۴۰۸ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: DW/A. Niragira ۴. د مرکزي افریقا جمهوریت په څلورم ځای کې د مرکزي افریقا جمهوریت ځای لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۲۲،۳ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۴ میلیونه او ۵۴۶ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۱۰۱ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: DW/Paul Lorgerie پنځم مقام بیا افغانستان خپل کړی. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۲۲،۲ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۳۳ میلیونه او ۷۳۶ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۷۴۹ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: Getty Images/Aref Karimi/AFP شپږم مقام بیا موریتانیا خپل کړی دی. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۲۱،۴ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۴ میلیونه او ۱۸۲ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۹۰ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/A. Dragaj اوم ځای بیا جنوبي سوډان لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۲۰،۵ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۱۱ میلیونه او ۸۸۲ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۲۴۳ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: DW/T. Marima پاکستان بیا اتم مقام لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۱۶،۸ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۱۸۹ میلیونه او ۳۸۱ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۳ میلیونه او ۱۸۶ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: picture-alliance/Zumapress کمبودیا په نهم مقام کې دی. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۱۶،۸ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۱۵ میلیونه او ۵۱۸ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۲۶۱ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: Reuters/S. Pring ایران بیا لسم مقام خپل کړی دی. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۱۶،۲ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۷۹ میلیونه او ۳۶۰ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۱ میلیون او ۲۸۹ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: Privat
په راپور کي ویل سوي دي، چي یادو هیوادنو ته څېرمه په ډېرو سیمو کي شخړي، سیاسي بې ثباتي او د جمهوریت نستوالی هم هغه څه دي، چي په دغو هیوادونو کي يې ډېری خلګ کډوالۍ او وطن پرېښولو ته اړ کړدي، چي «له دغو بې کوره او بې اوره وګړو څخه بیا په نڅه بیه کار اخیستل یا استثماریږي.»
راپور زیاتوي چي په ځینو هیوادونو کي، حکومتونه خپل خلک په ځینو دفترونوکي په زور په دندو ګوماري دا حالت نو داسي وي لکه هغوی چي کټ مټ په شخصي زندان کي اوسي.
اړوند:ماشومي ډوډۍ غوښتله، خو ۳۸ کاله يې غلامي وکړه
ان د یاد راپور له مخي په « جي ۲۰» هیوادونو کي هم ډېر خلک داسي دي چي هغوی په استحصالي حالت کي ژوند کوي د همدغه راپور پر بنسټ په هندوستان کي ۱۱ میلیونه، په چین کي ۵ میليونه او ۱۸ لکه وګړي د دې بلا په منګولو کي ګير دي.