1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رباب د نړۍ د ناملموسو کلتوري میراثونو په لیست کې ثبت شو

۱۴۰۳ آذر ۱۵, پنجشنبه

یونیسکو اعلان کړی چې د رباب جوړولو او غږولو هنر د نړۍ د ناملموسو کلتوري میراثونو په لیست کې ثبت شوی دی.

یونسکو په ټولنیز او کلتوري پیوستون کې د رباب د رول ستاینه وکړه
یونسکو په ټولنیز او کلتوري پیوستون کې د رباب د رول ستاینه وکړهانځور: Wirestock/IMAGO

دغه هنر د افغانستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان د ګډ کلتوري میراث په توګه په دغه لیست کې ثبت شوی دی.

د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او د زده کړو برخي (يونسکو) د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۴) اعلان وکړ چي د ناملموسو فرهنګي ميراثونو د ساتلو د بين الحکومتي کمېټې په غونډه کي دغه ليست ته د د رباب د جوړولو او ږغولو هنر هم ور زيات سو.

پاکستان؛ د طبلې جوړولو مهارت

02:09

This browser does not support the video element.

دغه غونډه د ډسمبر مياشتي پر دوهمه نېټه په پاراګوای کې پيل شوه او د ډسمبر تر اوومې نېټې پورې به دوام وکړي او د نړۍ د نورو هيوادونو ناملموسکلتوري ميراثونه هم په دغه لېست کې شامل شوي دي.

یونسکو په ټولنیز او کلتوري پیوستون کې د رباب د رول ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د موسیقۍ دغه آله د کلتوري تبادلې او پیوستون په پیاوړتیا کې په ځانګړې توګه د مهاجر میشتو ټولنو ترمنځ ستر رول لوبولی دی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب