1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رباني: د سولي له پاره بې خبرو اترو بله لار نه سته

۱۳۹۸ فروردین ۶, سه‌شنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي په هيواد کي يې د سولي د راتلو له پاره يوازنۍ لار له طالبانو سره د سولي خبري اتري دي. هغه په مذاکراتو کې د ښځو حقونه د «سرې کرښې» په توګه یاده کړې.

Moskau Salahuddin Rabbani Außenminister Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/Tass/D. Serebryakov

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د سه شنبې په ورځ د آلمان له «بيلد» ورځپاڼي سره په خبرو کي ټينگار کړی دی چي په هيواد کي يې د سولي د راتلو له پاره يوازنۍ لار د سولي خبري اتري دي.

هغه وويل: «د جنگ د ختمولو او ستونزو د حلولو له پاره بې له مذاکراتو بله هيڅ لار نه سته.» هغه زياته کړې ده: «خو يوه خبره بايد روښانه وي: کله چي موږ د سولي په اړه ږغيږو، دا په دې معنی نه ده چي موږ تسلميږو. خبره په هيواد کي د طالبانو د بيا واکمنۍ نه ده.»

صلاح الدين رباندي ويلي دي چي په افغانستان کي اوس ډير گوندونه او ډلي سته «د هغوی له پاره دا ډيره مهمه ده چي د سولي خبري اتري د نوي امارت د رامنځته کولو له پاره نه ترسره کيږي، لکه په ۱۹۹۶م کال کي چي تاسيس سو.»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير دغه راز له طالبانو سره په خبرو اترو کي د ښځو د حقوقو موضوع «مطلق سره کرښه» ياده کړه. هغه وويل: «ښوونځيو ته د نجونو د تگ په برخه کي به هيڅ ډول محدويت نه وي، موږ به هغه څه چي په تيرو ۱۸ کلونو کي جوړ کړي دي، قرباني نه کړو.»

صلاح الدين رباندي دغه راز په افغانستان کي د آلمان د پوځ د وژل سوو ۵۶ عسکرو د قربانيو په اړه وويل: «موږ د خپلو آلماني دوستانو قربانيو ته ډېر اهميت ورکوو. دوی افغانستان ته د سولي او ثبات راوستلو له پاره تر ټولو ستره قرباني ورکړې.»

هغه ويلي دي: «که دغه پيغام تر هغو آلماني ميندو او پلرونو پوري ورسيږي چي د دوی د زامنو يا لوړنو قربانۍ وې چي اوس موږ په افغانستان کې سوله او ثبات لرو، زه ډاډه يم چي هغوی به ئې درناوی وکړي.»

n.z/sr(dpa,kna)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب