1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رد شويو مهاجرو ته تر اروپايي ټولني دباندي کمپ جوړيږي

۱۳۹۷ خرداد ۱۸, جمعه

اتريش او ډنمارک يوه داسې طرحه وړاندې کړې ده چې پر بنسټ يې د مهاجرو کمپونه بايد تر اروپايي اتحادیې دباندي جوړ شي. په ظاهره کې د اروپا کميسيون هم له دغې طرحې سره موافق دی.

Deutschland - Flüchtlingsunterkunft Ingelheim am Rhein
انځور: picture-alliance/dpa/C. Schmidt

اتريش او ډنمارک غواړي د هغو مهاجرو له پاره چې د پناه غوښتني یې رديږي، تر اروپايي اتحاديې دباندي کمپ جوړ کړي. د ډنمارک لومړي وزير لارس لوکه راسموسن ويلي دي چې دغه کمپ به له اروپايي اتحادېې څخه بهر، خو په اروپا کې وي.

ډنمارک اوس په دې اړه له آلمان، هالنډ او اتريش سره په خبرو اترو بوخت دی. تر اوسه لا روښانه نه ده چې دغه کمپ به په کوم اروپايي هيواد کې جوړيږي.

راسموسن وويل: «که ريښتيا خبره وکړم، دغه [کمپ] بايد په داسي هيواد کې جوړ شي، چې د مهاجرو او قاچاقبرانو د خوښي له هيوادونو څخه نه وي.»

د اتريش لومړي وزير سيباستيان کورڅ هم دغه طرحه منلې ده. هغه په دې اړه په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې په کميسيون کې ويلي دي: «دا له څو اروپايي هيوادونو سره په مشورو، يوه نوښتګره طرحه ده.»

که څه هم د اتريش لومړی وزير په دې آند دی چې پناه غوښتونکي کولای شي په هر اروپايي هيواد کې د پناه غوښتنه وړاندې کړي، خو دا وړانديز يې هم کړی دی چې رد شوي مهاجر دې تر اروپايي اتحاديې دباندي وساتل شي. دغه محافظه کار سياستوال زياته کړې ده: «دغه افراد په آلمان، اتريش او يا سويډن کې امن ترلاسه کولای شي، خو ښه ژوند نه.»

په پام کې ده چې د اروپايي اتحاديې د دوره يې رياست مسئوليت د راتلونکې ميلادې مياشتې (جولای) له لومړۍ نيټې څخه بلغاريا ته وسپارل شي. د اتريش لومړي وزير ټينګار کړی دی چې له دغه فرصت څخه به له غيرقانوني مهاجرتونو سره په مبارزه کې ښه ګټه واخلي. د هغه په آند د دوی له پاره په اروپايي اتحاديې کې امنيت، ثبات او د نظم راوستل تر هر څه اړين او ډير اهميت لري.

د اتريش لومړي وزير یادونه کړې ده چې د مهاجرت مسئله، په اروپايي اتحاديه کې تر حده زيات د اختلافاتو رامنځ ته کيدو سبب شوې ده. هغه له اروپايي اتحاديې څخه بهر رد شوو مهاجرو ته د کمپ جوړولو په اړه ويلي دي: «دا پر اروپا باندي د ډير فشار کمښت او د مهاجرو د ډوبيدو د مخنيوي له پاره يوازينۍ لاره ده.»

د اروپايي اتحاديې د کميسيون مشر ژان کلود يونکر هم ويلي دي چې کميسيون پر دغې طرحې کوم اعتراض نه لري: «زما له پاره تر هر څه د بهرنيو پولو ساتنه مهمه ده.»

na/af (dpa, rtr, diepresse.com)

زموږ له ارشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب