د فاینشنل ټایمز په نامه اقتصادي ورځپاڼې د هغو سرچینو له قوله چې د آلمان حکومت له ستراتیژۍ خبر دي، ویلي جرمني هیله لري چې د ټرمپ اداره قانع کړي څو پر آلمان باندې ټاماهاک توغندي او همدا راز د هغوی ځمکني لانچرونه وپلوري.
جرمني لا هم د واشنګټن د ځواب په تمه دی، هغه رسمي غوښتنه چې د تیر میلادي کال په جولای میاشت کې یې د سلګونه ټاماهاک توغندیو او د ټایفون ګرځنده لانچرونو لپاره د امریکا حکومت ته سپارلې وه.
دا سیستمونه به د آلمان پوځ یا بوندیس ویر ته دا وړتیا ورکړي چې د دښمن په خاوره کې سلګونه کیلومتره لیرې هدفونه په نښه کړي. ډېری پوځي کارپوهان وایي چې دا وړتیا اوس مهال د اروپا په وسلو کې موجوده نه ده.
د یادې رسنۍ د راپور له مخې، د المان د دفاع وزیر بوریس پیسټوریوس واشنګټن ته د سفر پلان لري څو دا معامله مخته یوسي.
د امریکا د پوځ د ټاماهاک توغندیو زېرمې، په ځانګړي ډول د ایران د جګړې پر مهال، د پام وړ کمې شوې دي.
د روان کال په فبرورۍ کې، پنټاګون یا د امریکا د جګړې وزارت د ریتیون Raytheon په نامه له یوه شرکت سره یو ستر اووه کلن قرارداد لاسلیک کړ څو د خپلو اړتیاوو له پاره ورته تولید زیات کړي.
دغو ۱۰ هيوادونو تر ټولو ډیرې درنې وسلې رانيولي دي
په سويډن کي د «سېپري» په نوم څیړنیزي ادارې په حواله په تیرو پنځو کلونو کې په نړیوۍ کي د درنو وسلو په پير او پلور کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی. په دې موده کې تر ټولو ډیرې وسلې د منځني ختیځ هیوادونو پیریدلي دي.
انځور: AFP/Getty Images/S. Loebد «سپري» یا د نړيوالي سولي څېړنيز مرکز، په حواله ویتنام په نړۍ کي د وسلو د سوداګرۍ په برخه کې درې سلنه ونډه درلوده. د درنو وسلو د خریدارۍ په لیست کې دغه هیواد په لسم مقام کې ځای لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Xinhua/Z. Chunmingپاکستان چې څومره وسلې رانیولي دي، هغه په نړۍ کې د وسلو د تجارت ۳،۲ سلنه برخه ده. پاکستان تر ټولو ډیرې وسلې له چين څخه پیریدلي دي.
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Imagesپر عراق د امریکا او متحدینو تر برید وروسته یې دغه هیواد له بې ثباتۍ سره مخامخ دی. د سپري په حواله دغه هیواد په نړۍ کې د درنو وسلو د خریدارۍ په برخه کې له ۳،۲ سلنه ونډې سره د پاکستان په شان اتم ځای نیولی دی.
انځور: Reutersاسترالیا د درنو وسلو د خریدارۍ په برخه کې په ۳،۳ سلنه ونډي سره په اووم مقام کې دی.
انځور: picture-alliance/dpa/T. Nearmyد درنو وسلو د پیریدونکو هیوادونو په دې نوملړ کې ترکیه یوازنې داسې هیواد دی چې د ناټو غړيتوب لري. د سپرې په حواله دغه هیواد د درنو وسلو د نړیوالې سوداګرۍ ۳،۳ سلنه برخه وارده کړې ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Ozbiliciد شمالي افریقا دغه هیواد (الجزایر) د درنو وسلو د نړیوال تجارت په ۳،۷ سلنه خریدارۍ سره په پنځم مقام کې ځای نیولی دی. د پاکستان په څیر الجزایر هم د دغو وسلو ډیره برخه له چين څخه رانيولې ده.
انځور: picture-alliance/APچين یوازنې داسې هیواد دی چې د وسلو د پير او پلور په برخه کې په لومړيو لسو هیوادونو کې شامل دی. چين په نړۍ کې د وسلو دریم لوی صادرونکی هیواد دی، په داسې حال کې چې د درنو وسلو د پیرلو په برخه کې بیا څلورم مقام لري. په نړۍ کې د وسلو د تجارت ۴،۵ سلنه یې یوازې چين پیرلي دي.
انځور: picture-alliance/Xinhua/Pang Xingleiمتحد عربي امارات هم د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان متحد دی. د سپري په حواله دغه هیواد د تیرو پنځو کلونو په موده کې د درنو وسلو د نړیوال تجارت له مجموعې څخه ۴،۶ سلنه وسلې خریداري کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Emirates News Agencyسعودي عربستان په نړۍ کي د وسلو دویم لوی پیرونکی هیواد دی. د سپري په حواله په تیرو پنځو کلونو کې د سعوي عربستان له خوا د پیرل شویو درنو وسلو اندازه ۸،۲ سلنه وه.
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.comهندوستان تر ټولو ډیرې وسلې رانيولې دي. د سپري د رپوټ پر بنسټ په ټوله نړۍ کې د وسلو د تجارت له مجموعې څخه ۱۳ سلنه یې هندوستان خریداري کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Khan