1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امريکا به له افغانستان د څلور زرو سرتيرو د وتلو اعلان وکړي»

۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبه

د دونالد ترمپ اداره به د همدې اوونۍ په سر کې له افغانستانه د شاوخوا۴۰۰۰ امريکايي سرتيرو د وتلو اعلان وکړي. دغه مطلب د فرانسې خبري آژانس د امريکايي رسنيو په حواله په خپل د يکشنبې ورځې په يوه رپوټ کې خپور کړی دي.

Afghanistan Sicherheit Verantwortung Übernahme NATO Soldaten 18.06.2013
آرشيفانځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د طالبانو او امريکا تر منځ درول شوي مذاکرات، يوه اوونۍ مخکې بيا له سره پیل کړې تر څو يې په نتيجه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالو کچه راکمه او حتی يو اوربند رامنځ شي.

خو دغه مذاکرات هم د پنجشنبې په ورځ د کابل په شمال کې د امريکايي ځواکونو يوې اډې ته نژدې د اورپکو د يوه بريد نه وروسته ودرول شول. په دغه بريد کې دوه تنه ملکيان ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.

متحده ايالات اوس په افغانستان کې ۱۳ زره سرتيري لري.

د (NBC) شبکې د شنبې په ورځ (د دسمبر ۱۴مه) د درو اوسنيو او پخواني امريکايي چارواکو په حواله وويل چې د ترمپ حکومت اراده لري چې له افغانستان د ۴۰۰۰ امريکايي عسکرو د وتلو اعلان وکړي.

دغه راز (CNN) شبکې د ېوه امريکايي چارواکي له قوله ويلي چې د ترمپ اداره به همدا روانه اوونۍ له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو اعلان وکړي، خو هغه وويل چې د «نيټي پر مشخصولو لا کار روان دی.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې هکله د فرانسې خبري آژانس د يکشنبې ورځې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. پنټاګون بيا دغه پوښتنه سپينې ماڼۍ ته راجع کړي چې تر اوسه يې په اړه څه نه دي ويلي.

د امريکا او طالبانو تر منځ خبرې شاوخوا يو کال دوام درلود چې په سپټمبر مياشت کې د ولسمشر ترمپ له خوا په ناڅاپي توګه ودرول شوې. ترمپ دغه خبرې اترې په کابل کې د طالبانو له يوه بريد وروسته چې يو امريکايي سرتيری او شاوخوا لس افغانان په کې ووژل شول، ودرولې.

له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو په بدل کې به طالبان هم اړ دي چې يو لړ خاصو امنيتي مسائلو ته ژمن شي. دوی بايد له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او ژمنه به کوي چې د تاوتريخوالو کچه به راکموي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل