1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ بايد په اروپايي ټولنه کي نوري هم آزادي سي

۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعه

د دې له پاره چي په اروپايي ټولنه کي د دیموکراسۍ ملاتړ وسي، د رسنیو خپلواکي بايد لا پسي پیاوړې سي. د اروپايي اتحاديې کمیساره ویرا یورووا اوس د رسنیو د آزادۍ په هکله د یوه قانون وړاندیز کوي.

Symbolbild Pressefreiheit
انځور: Rolf Poss/IMAGO

د اروپايي ټولني دغي کمیساري د »ارزښتونو او شفافیت« له پاره د رسنیو د آزادۍ په هکله د جمعې په ورځ (۲۰۲۲م کال د سپتمبر ۱۶) د یوه اوږده قانون وړاندیز وکړ. که څه هم د يادي ټولني د بشري حقونو په مقرراتو او د ۲۷ غړو هیوادونو په اساسي قانون کي د رسنیو آزادي درج سوې ده، خو ویرا یورووا په دې نظر ده چي ژورنالیستان له گواښونو او زورزیاتي څخه د ساتني له پاره لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري.

هغې په بروکسل کي وویل: «موږ له دې لاري غواړو د اروپايي ټولني په غړو هیوادونو کي غیرفعال سیستمونه ویجاړ کړو.»

د بې سرحده خبریالانو سازمان په حواله، د نړۍ د نورو سیمو په پرتله په اروپا کي د رسنیو وضعیت دومره خراب نه دی. خو په ترکيې، سپیني روسیې او روسيې کي ځیني استثناوی موجودي دي. په نورو ځایونو لکه د آسیا، افریقا او د لاتین امریکا په ځینو سیمو کي حالت ډیر خراب دی. تر اروپا بیا ښه حالت په شمالي امریکا، آسترالیا او جنوبي افریقا کي دی.

ولي د آزادو رسنیو له پاره یوه اروپايي قانون ته اړتیا ده؟

د اروپايي ټولني کمېسیون او همدارنگه د بې سرحده خبریالانو سازمان د مشاهداتو له مخي، په تیرو کلونو کي په اروپايي ټولنه کي د خبریالانو په وړاندي زورزیاتی، اذیت او آزار ډیر سوی دی. د مثال په ډول په هنگري، پولنډ او یونان کي حکومتونه په پراخه کچه د رسنیو په مالکیت کي مداخله کوي او یا یې هم د حکومت پلوه رپوټونو خپرولو ته هڅوي.

همدارنګه د بې سرحده خبریالانو د کلني رپوټ په حواله، په آلمان کي د کرونا واکسین سره د مخالفو کسانو او یا هم ښی اړخو ډلو په مظاهرو کي د رسنیو پر کارکوونکو باندي بریدونه ډیر سوي دي. د نوموړي سازمان په حواله آلمان د هغوی په فهرست کي له ښه درجې څخه یو څه خرابي درجې ته راکښته سوی دی. د اروپايي ټولني کمیساره وايي چي دغه ستونزي باید د اروپايي مقرراتو له مخي هواري سي، خو حکومتونه او غړي هیوادونه په دې برخه کي ډیر لږ څه ترلاسه لاندي نیسي.

د اروپایی ټولنی کمیساره ویرا یوروواانځور: Dursun Aydemir/AA/picture alliance

اروپایی ټولنه غواړي چی په نوي قانون سره کوم تغیرات راسي؟

د اروپايي ټولنی کمیساره یورووا د پراگ له نړیوالي راډیو سره د یوې مرکې په ترڅ کي وویل: »داسي ډیر څه به پکښي درج سي چي د دولتونو به خوښ نه وي، دا ځکه چي د نورو ترڅنگ د دغه قانون هدف دادی چي د امکان ترحده د سیاست او رسنیو ترمنځ لوی واټن رامنځته کړي.«

د هغې په خبره د دغه قانون په اول پاراگراف کي به دا درج سي چي حکومت اجازه نه لري د رسنیو پر محتویاتو باندي خپل اغیز واچوي. دا په دې معنی، کله چي پیسې کارول کیږي، که هغه د اروپايي ټولني له خوا وي او که د حکومتونو او یا هم سیمو له خوا، باید شفافيت پکښي موجود وي او پرته له تبعیض څخه وکارول سي.

په رسنیو کي باید د پرسونل په پریکړو کي شفافیت رامنځته سي. د خصوصي رسنیو مالکیت باید وښودل سي ترڅو د انحصار مخه ونیول سي. د ورځپاڼو، رسنیو، او خبري آژانسونو باثباته تمویلول باید تأمین سي. همدارنگه په دغه قانون کي نوري غوښتني هم سته چي هدف یې تر ټولو دمخه د اروپايي ټولني د داخلي بازار له پاره د اقتصادي مقرراتو عملي کول دي.

د رسنیو په مقرراتو کي نور څه شي تنظیم سوي؟

په تیرو کلونو کي په فرانسه، مالټا، سلواکیا او هالینډ کي د ژورناليستانو تر قتل رسیدو وروسته اوس باید هغوی په عادي ژوندانه او یا انترنیت کي د زورزیاتي، ازار او ذیت څخه په ښه ډول سره وساتل سي. په هغه کي د پولیسو او څارنوالۍ ګډ کار په ښه دول سره تنظیم سي. عامه بې اساسه شکایتونه، چي د رسنیو د خاموشه کولو پخاطر پر لاري اچول کیږي، باید د تحقیقاتو اجازه ور نه کړل سي. او د سامان آلاتو ښه ساتنه يې وسي.

د یوه ژورنالیست د وژل کیدو په اړه خپگانانځور: Michael Potts/Pro SHOTS/picture alliance

د اروپا اتحادیه باید په منظم ډول سره په خپلو غړو هیوادونو کي د رسنیو د حالت رپوټونه ورکړي او شکایتونه د رقابت د یوه قانون په وسیله په قوت سره تعقیب کړي.

د اروپا د رسنیو قانون د رسنیو پر ازادۍ باندي څه تأثیر کولای سي؟

په اروپا اتحادیه کي د یوې فعالي دیموکراسۍ له پاره ازادي رسنۍ ضروري دي. ځکه نو د بروکس د ازاد پوهنتون د رسنیو عالمي، کاتیا زېکرس په نظر د رسنیو قانون ډیر مهم دی. د دغي پروفیسوري په نظر دغه ډول یو قانون داسي یو امکان رامنځته کوي چي د «ژورنالیستانو پر ضد تعرض او تشدد به مجازات کیږي.»

زېکرس له دویچه ویله سره په خبرو کي ټینګار وکړ چي د رسنیو د مراقبت اداره باید د دولت څخه مستقله وي. په خبره یې د اروپا ټولني د رسنیو نوی قانون پر یوه ښه سمت په حرکت کی دی. هغه وايي: »دا ډیره مهمه ده چي د رسنیو د عمومي خدماتو قانون باید تقویه سي، ځکه چي موږ د خپلو تحقیقاتو له مخي پوهیږو، هغه دولتونه چي قوي عامه خپروني لري، ډير دیموکرات هم دي.»

GP/NZ/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب