د اې بي سي نیوز "ABC News" رسنۍ په حواله د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، به د قطر له شاهي کورنۍ څخه یوه 747-8 بوينګ الوتکه د سوغات په توګه ترلاسه کړي. د نوموړې رسنۍ په خبره دغه لوکس جیټ الوتکه په داسي بڼه سمبالیدای سي چې هغه یې د Air Force One په توګه وکاروي.
دا ښایی له ډیرو ارزښتناکو ډالیو څخه یوه وي چې د امریکا حکومت تر اوسه پورې ترلاسه کړې ده.
د نوموړي رپوټ له مخې، د واک څخه دترمپ ، تر ګوښه کيدو وروسته به هغه د ولسمشرۍ کتابتون ته وسپارل سي.
ټرمپ په خپل آنلایني پلیټ فورم " تروث سوشل" کې ولیکل: " دغه حقیقت چې د دفاع وزارت په یوه ډیره عامه او شفافه معامله کې یوه ۷۴۷ ډوله الوتکه د سوغات په توګه ترلاسه کوي چې په لنډمهاله توګه به د ۴۰ کلن زړې الوتکې ځای ونیسي، فاسد ډیموکراتان دومره ډیر ځوروي چې دوی ټینګار کوي چې موږ ددغې الوتکې له پاره لوړه بيه ورکړې ده."
نوموړي رپوټ د دواړو سیاسي خواوو له خوا سخت انتقادونه راپارولي دي. ترمپ ته نیژدې یوې فعالې، لورا لومر، ویلی دي چې ددغې الوتکې منل به د حکومت له پاره «یو داغ» وي. هغې د ایکس په شبکه کې لیکلي:« موږ نه سو کولای له دریشي لرونکو جهادیانو له خوا یوه ۴۰۰ میلیون ډالري تحفه ومنو.»
د ډیموکراټ ګوند مرکزي دفتر اعلان کړی چې دغه اقدام ښيي چې ترمپ ، د ولسمشرۍ له دفتره د شخصي مالي ګټو له پاره استفاده کوي.
مخکې له دې، د سنا د ډیموکراتانو مشر چک شومر، په انتقادي توګه څرګنده کړه:" د امریکا د لومړيتوب" له پاره هیڅ شی دومره مهم نه دی لکه ایرفرانس وَن، چې د قطر له خوا وړاندې کیږي."
هغه په طنزیه ډول په ایکس ولیکل. "دا نه یوازي چې رشوت دی، بلکې دا د لومړۍ درجې بهرني نفوذ دی چې په اصطلاح د پښو له پاره اضافي ځای لري."
خو د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي سکرترې کارولین لیویټ، په یوه بیان کې ویل سوي دي چې د بهرني حکومت له خوا هر ډول ډالۍ "تل له ټولو نافذه قوانینو سره سم په بشپړ ډول منل کیږي. د ولسمشر ټرمپ حکومت د بشپړ شفافیت له پاره ژمن دی."
د امریکا متحده ایالاتو اساسي قانون ، حکومتي چارواکي له هر پاچا، شاهزاده او یا بهرني حکومت له خوا د هر ډول سوغات له منلو څخه منع کوي.
خو سرچینو د «ایبیسی» شبکې ته ویلي دي چې سپینه ماڼۍ او د عدلیې وزارت ادعا کوي چې دغه سوغات قانوني دی او رشوت نه دی، له دې کبله چې په بدل کې یې هیڅ امتیاز نه ورکول کيږي او نه هم کوم ځانګړي عمل ترسره کيږي.
قطر ویلي چې هغه رپوټونه چې جیټ الوتکې د ډالۍ په توګه یادوي "غلط" دي. د کارپوهانو په خبره، د نوي بوینګ ۷۴۷-۸ شاوخوا ۴۰۰ ملیون ډالر بيه لري.
«گرځنده بیضوي کوټه»، د امریکا د ولسمشر الوتکه
د امریکا د ولسمشرالوتکه چې د «ایرفورس وان» په نامه یادیږي، بې له شکه چې د نړۍ تر ټولو مشهوره الوتکه ده. د هغې په هکله د ترمپ وروستۍ شخړایزي یادوني یوه ښه پلمه ده چې په تیرو سلو کلونو کې د دغي الوتکې تاریخ ته کتنه وکړو. انځور: The Boeing Company امریکايي میلیاردر، دونالد ترمپ تر اوسه پوري پخپله شخصي الوتکه (بوئینگ ۷۵۷) کي سفر کاوه. خو تر دې وروسته به هغه هم د متحدو ایالاتو د نورو پخوانیو ولسمشرانو په شان د «ایرفورس وان» چې د « بوئینگ ۷۵۷» له ډول څخه ده، مېلمه وي. دغه الوتکه په ډيرو عصري وسایلو مجهزه ده، نه یوازي دا چې په هوا کې تیل ورکول کیدای شي، بلکي په حساس وخت کې د جنگ د کنترول په سیستمونو هم سمباله ده.
انځور: picture-alliance/empics تیر کال پنتاگون د امریکا د ولسمشر د سفرونو له پاره د بوئینگ شرکت ته د دوو نویو الوتکو فرمایش ورکړ. د امریکا هوايی ځواک اعلان وکړ چې د دغو الوتکو لگښت څه د پاسه یو ميلیارد او ۶۵ ملیونه ډالره کیږي. د بوئينگ شرکت يو مهم مشتري چین دی. د چین په هکله د امریکا د راتلونکي ولسمشر ترمپ د یادونو په هکله، د بوئینگ شرکت رئیس اندیښنه څرگنده کړې ده چې داسي نه شي چي دغه شتمن مشتري له لاسه ورکړي.
انځور: picture-alliance/ NurPhoto/E. Contini د بوئینگ شرکت پر وړاندي ترمپ سمدلاسه په تویتر کې غبرگون وښود: «بوئینگ د امریکا د ولسمشر له پاره د «ایرفورس وان ۷۴۷» الوتکې په جوړولو بوخت دی، خو څلور میلیارده ډالره ډيري پیسي دي. لطفاً دغه فرمایش لغو کړئ!» له دې سره سمدلاسه د اسهامو په بازار کې د بوئینگ د ونډو ارزښت راولوید. خو د بوئینگ او سپیني ماڼۍ مسوولینو د الوتکي جوړني له پاره د ترمپ دغه عنوان شوی لگښت تر پوښتنې لاندي راووست.
انځور: Twitter/realDonaldTrump په حقیقت کې د امریکا د هوايي ځواک په هره الوتکه کې چې د دغه هیواد ولسمشر سپور شي، هغې ته د «ایرفورس وان» نوم ورکول کیږي. په ۱۹۱۰م کال کې د امریکا ولسمشر تئودور روزولت د «رایت فلایر» په نامه لومړۍ بریالۍ جوړي شوي الوتکه کې چې د انسانانو د لیږدولو توان یې پیدا کړ، د یوې لنډي شېبې له پاره سپور شوو. په دې ترتیب سره روزولت د امریکا په تاریخ کې لومړی لقب وگاټه چې په الوتکه کې سپور شي.
انځور: Public domain «ایرفورس وان» له هسکو او ژورو ډک تاریخ لري. په ۱۹۴۳م کال کې د «دیکسي کلیبر» په نامه «بوئینگ ۳۱۴» ډوله الوتکي روزولت په یوه څه د پاسه ۸ زره کیلومتره لیري هوايي سفر کې کازابلانکا ته ولیږداوه، چیرته چې د دوهمې نړېوالي جگړې په هکله له وینستون چرچیل او شارل دوگل، سره په کنفرانس کې خبري وکړي. د بیرته ستنیدو پر لاره روزولت د خپلې زیږیدو ورځ د دغې الوتکې د طعام خوړولو په کوټه کې ولمانځله.
انځور: The Boeing Company په ۱۹۴۵م کال کې د داگلس سي - ۵۴ سکای مستر ډوله الوتکه چې د «سپیڅلې غوا» لقب ورکړل شوی وو، د روزولت له پاره چمتو کړای شوه. دغه الوتکه په هغه وخت له یو تیلفون، راډیو، د خوب یوه کوټه او حتی د روزولت د څرخي څوکۍ د لیږدولو له پاره په یوه لفت سره مجهزه کړای شوې وه او د ولسمشرۍ د الوتکې په نامه یې یاده شوه.
انځور: The Boeing Company نوي ولسمشر، «هری اس ترومن» په ۱۹۴۷م کال کې «سپیڅلې غوا» په «داگلاس دي سي - ۶ لیفت مستر» نومي الوتکې بدله کړه. دا د امریکا د ولسمشرۍ لومړۍ الوتکه وه چې څوک یې په خاص ډول سره د «شاهین څيرې» ته ورته رنگ کړای شوې وه. دغه الوتکه چې ۳۱ متره اوږده او د ۱۰۲مسافرو د لیږدولو توان یې درلود، کولای شوای چې په ساعت کې ۵۰۰ کیلومتره سرعت ولري.
انځور: Truman Presidential Library په ۱۹۷۲م کال کې نیکسن د امریکا لومړی ولسمشر وو، چې موقع ئې پیدا کړه څو په «سپیشل ایر میشن» نومي الوتکي کې سپور شي. ژاکلین کیندي، د امریکا د هغه وخت لومړۍ میرمن د «ایرفورس وان» د رنگ او شکل فرمایش ورکړ: شین آسماني او سپین رنگ له زیږو تورو سره د «امریکا متحد ایالات» د دغې الوتکې پر بدن ولیکل شول او په لکۍ کې د امریکا بیرغ رسم کړای شوو. دا هغه نښانې دي چې تر نن پوري پر دې الوتکې لیدلې کیږي.
انځور: Byron E. Schumaker, White House Photo د «ایرفورس وان» نه هیردونکې تاریخي شیبه: د جان ایف کیندي مرستیال لیندون بي جانسن، د کيندي تر ترور یوازي څو ساعته وروسته په SAM 26000 کې د ولسمشر په توگه لوړه وکړه. د هغه تر څنگ د کیندي کونډه ولاړه ده. په همدې الوتکه کې د کیندي جسد واشنگتن ته انتقال شوو. یوه لسیزه وروسته همدې الوتکې د جانسن مړی له واشنگتن څخه تکساس ته ولیږداوه.
انځور: Public domain په ۱۹۷۲م کال کي د نیکسن د ولسمشرۍ په دوره کې د SM 26000 ځای SAM 27000 ونیو او تر ۱۹۹۰م کال پورې د امریکا د ولسمشر د خاصی الوتکې په توگه پاته شوه. د امریکا د هغه وخت ولسمشر، جارج بوش د بوئینگ ۷۴۷ ډوله الوتکي فرمایش ورکړ. په ۲۰۰۱م کال کې SAM 27000 الوتکه تقاعدۍ ته واستول شوه او په ۲۰۰۵م کال کې په کلیفورنیا کې د ولسمشر رونالد ریگن په موزیم کې نندارې ته وړاندې شوه.
انځور: Imago/D. Delimont «ایرفورس وان» یوازي الوتکه نه ده. هغه په حقیقت کې د امریکا د ولسمشر مقر هم دی، چې په خپلو پرمختللو او مدرنو تجهیزاتو سره کولای شي د نړۍ له هر ځايه دولتي کارونه سرته ورسوي. دا وجه ده چې هغې ته د «بیضوي کوټې» نوم ورکړل شوی دی. بییضوي کوټه په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر دفتر دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/White House
د امریکا د هغه وخت ولسمشر بیل کلینتن، او لومړۍ میرمن هیلري کلینتن په «ایر فورس وان» کې د «والنتین» یا د عاشقانو په ورځ د بی بي سي او نورو رسنیو خبریالانو ته د شیرنۍ تعارف کوي. دا ۱۹۹۹م کال دی چې ولسمشر په ایرفورس کې مکسیکو ته د د دغه هیواد له ولسمشر سره لیدنې کتنې ته ورځي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/G. Gibson
په دغه انځور کې د امریکا پخوانی ولسمشر جارج دبلیو بوش، د سپیني ماڼۍ له ویاند، اري فلایشر (کیڼ) او د بوش لوړ پوړی مشاور، کارل رود په «ایرفورس وان» کې د سپتمبر د یولسمي تر تروریستي بریدونو وروسته په یوه اضطراري غونده کې خبري کوي.
انځور: picture-alliance/Everett Colle له۱۹۹۰م کال راهيسي تر نن ورځې پورې «بوئینک وي سي- ۲۵» د امریکا د ولسمشرانو په خدمت کې ده. په دې الوتکه کې نه یوازي د ولسمشر دفتر، د کار د استراحت فضا، د هغه د خوب کوټه، بلکي د سپیني ماڼۍ د کارکوونکو او د خبریالانو او الوتکې د نورو کارکوونکو له پاره کوټې هم جوړي شوي دي. دغه الوتکه ۳۱۷ مترمربع ستروالی لري.
انځور: Reuters/Jonathan Ernst د امریکا د ولسمشرۍ ریاست ځانگړې الوتکه د خاصو تیلفوني اړیکو ځانگړی مصوونیت لري او په پرمختللو کامپیوتري سیستمونو سره سمبال ده. سربیره پر دې هغه دوه پخلنځی لري چې په یوه وخت کې د څه د پاسه سلو کسانو مېلمپالني ظرفیت لري. هغه کولای شي چې له واشنگتن څخه تر توکیو پورې چې۹۷۰۰ کیلومتره واټن دی، د امریکا ولسمشر پرته له وقفې څخه ولیږدوي.
انځور: White House/Pete Souza د امریکا د نوي ولسمشر دونالد ترمپ الوتکه به د «بوئینگ ۷۴۷۸» له ډول څخه وي چې د الکترومقناېیسی قطبونو پر وړاندي په دفاعي سیستم سمبال وي. دغه راز هغه به په هوا کې د تیلو اخیستلو قابلیت او د توغنديي بریدونو ضد دفاعی سیستم ولري. د راتلونکي ولسمشر « ایرفورس وان» به د فرانکلین روزولت د «دیکسي کلیبر» د ۱۹۴۳م کال د الوتکی په پرتله دوه برابره اوږده او درې برابره تیزه وي.
انځور: The Boeing Company