1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د امریکا د پټو اسنادو اصلی رسواکوونکی کشف سوی

۱۴۰۲ فروردین ۲۴, پنجشنبه

واشنگټن پوست رپوټ ورکړی دی چي د امریکا متحده ایالاتو د پوځي اډې یوه کارکوونکي له پټو اسنادو څخه دغه معلومات خپاره کړي دي.

USA, Arlington | Pentagon Gebäude
امریکا متحده ایالات: د پنتاگون ودانۍانځور: Andy Dunaway/US Air Force/dpa/picture alliance

د واشنگټن پوست ورځپاڼي د یوه رپوټ په حواله، د امریکا متحده ایالاتو د نظامي او اطلاعاتي محرمانه اسنادو تر رسوا کیدو وروسته، اوس د دغه کار د مسئولینو په هکله نښی موجودي دي. د نوموړي رپوټ له مخي عام محضر ته د تازه محرمانه اسنادو افشاکوونکی، یو ځوان سړی دی چي د امریکا په یوه پوځي اډه کي یې کار کړی دی.

واشنگټن پوست د تورن لیکوال د نیژدو آشنایانو له خولې لیکلي دي چي هغه لومړی دغه حساس اسناد په کاپي او وروسته یې د عکس په ډول د دیسکورد پلټ فورم په چت کي له نورو سره شریک کړي دي.

د پنتاګون «محرم اسناد» او د اوکراین پر ملاتړ د بلینکین ټینګار

نوموړي کس ویلي دي چي هغه په پوځي اډه کي نوموړو اسنادو ته لاس رسی پیدا کړی.

د نوموړي ورځپاڼي په حواله تورن کس ځان "OG" بولي چي عامه اصطلاح یې »اصلي غدار« او یا هم د »زاړه مکتب پیروان« نومیږي. د واشنگټن پوست په حواله د چت کولو نوموړې ډله په ۲۰۲۰م کال کی د کرونا پاندیمي پر وخت رامنځته سوه.

دغي ډلي د ۲۰ غړو په لرلو سره له وسلو، پوځي تجهیزاتو او خدای سره خپله مینه ښودله. رویترز خبري آژانس لیکي چي نه د امریکا د دفاع وزارت او نه هم د عدلیې وزارت د نوموړي ورځپاڼي د دغه رپوټ په وړاندي خپل غبرگون ښودلی دی.

پنټاگون د محرمو اسنادو خپریدل لوی امنیتي خطر بولي

لکه څنګه چي ویل کیږي، رسوا سوي اسناد د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت دي او پکښي د مختلفو استخباراتي ادارو لکه د CIA او یا هم د جغرافیايي استخباراتو ملي ادارې، یعني د کارتوګرافیک د ارزونې او څارنې مرکزي ادارې رپوټونه پکښي نغښتي دي.

په هغو کي دا څرگندیږي چي څرنگه امریکا متحده ایالات خپل استخباراتي معلومات راټولوي او همدارنگه په دې اړه چي، هغه څرنگه د نړۍ د جیوستراتیژیکو بیلابیلو تحولاتو په هکله فکر کوي. په ځانگړي ډول د اوکراین په ختیځ کی د جگړې د بهیر په اړه دقیق اطلاعات ډیر حساس دي.

GP/NZ/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب