1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

رسنۍ: د اوکراین بې پیلوټه الوتکو د روسیې يوه کښتۍ ویشتلې ده

۱۴۰۲ بهمن ۲۵, چهارشنبه

رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د یوې اوکراینۍ رسنۍ »اوکراینسکا پروادا« له قوله لیکلي دي، چې د اوکراین سمندري بې پیلوټه الوتکو په کریمیا نيمه ټاپو کې د روسیې يوه کښتۍ په نښه او زیانمنه کړې ده.

Russisches Landungsschiff Caesar Kunikow
انځور: Sergei Malgavko/Tass/dpa/picture alliance

رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د یوې اوکراینۍ رسنۍ «اوکراینسکا پروادا» له قوله لیکلي دي، چې د اوکراین سمندري بې پیلوټه الوتکو په کریمیا نيمه ټاپو کې د روسیې يوه کښتۍ په نښه او زیانمنه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس په خپل خبر کې لیکلي دي، چې د دغې اوکراینۍ رسنۍ له لوري خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د کریمیا نيمه ټاپو په جنوبي سواحلو کې له سمندره لوګي پورته کېږي او پر سمندر له پاسه چورلکې پروازونه کوي.

د روسیې سیزر کونیکوف کښتۍانځور: Sedat Suna/epa/dpa/picture alliance

یوه اوکرایني وکیل اولکسي هونچارینکو ویلي دي چې په نخښه شوې کښتۍ »تزار کونیکوف« وه، چې په ۲۰۰۸ کال کې یې په ګرجستان کې د روسیې عملیاتو کې برخه لرله. رویټرز خبري اژانس لیکلي دي، چې په مستقل ډول توانيدلي نه دي چې د دغي رسنۍ اکونټ تائيد کړي او د اوکراين استخباراتو ته هم لاس رسی نشته چي سړی نظر ترې واخلي.

د تېر کال په ډیسمبر میاشت کې هم د اوکراین کروز توغندیو په کریمیا کې د روسیې لویه جنګي باروړونکې بېړۍ ویشتلې وه، چې یو کس پکې وژل شوی و.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب