1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د بایدن په دفتر کي نور سري اسناد پیدا سوي

۱۴۰۱ دی ۲۲, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د جمهوررئیس، جو بایدن په پخواني دفتر کي د سري اسنادو د پیداکیدو ترخبر لږ وروسته د رسنیو په حواله د هغه په یو بل دفتر کي نور سري اسناد پیدا سوي دي.

USA Philadelphia | Diplomatie | Amy Gutmann soll neue US-Botschafterin in Berlin werden
انځور: ZUMA Wire/Imago Images

سي ان ان په دې اړه د داسي یوې منبع په حواله خبر ورکړی دی چي نوم یې نه دی ښوول سوی. د دغو اسنادو محتوی، د پیداکیدو ځای او زمان یې هم نه دی بیان سوی.

تیره دوشنبه معلومه سوه چي بایدن د پخواني جمهوررئیس بارک اوباما د معاونیت پر وخت سري اسناد د واشنګټن د پین بایدن سنټر په خپل خصوصي دفتر کي ساتلي ول. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل