رسنۍ: د برلين په خونړۍ پېښه تورن کس په ايټاليا کي ويشتل سوی
۱۳۹۵ دی ۳, جمعهد برلين په کريسمس بازار کي د پېښي انځورونه
آلماني چارواکي په برلين کې د کريسمس پر بازار احتمالي برید په هکله څیړنه کوي. په دغه پيښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۸ نورو ټپیان شوي دي. هغه څه چې تر اوسه موږ پرې پوهیږو.
د پيښې ځای
دغه پيښه په برلین کې د پاچا ویلیم په یاد د جوړي کلیسا مخې ته چې د سیلانیانو له پاره یو ډیر په زړه پورې ځای دی رامنځته شوی ده. د اورګاډي یو تم ځای او د خریدارۍ مشهور مارکیټونه هم دلته موجود دی.
په فرانسه کې د نیسه د پيښې یاد
د برلين پيښې د جولای په میاشت کې د فرانسې هیواد په نیسه ښار کې د رامنځته شوي پيښې یاد تازه کړ. په دغه پيښه کې ۸۶ تنه ووژل شول. هغه وخت هم د یوه لارۍ موټر چلونکي خپله لارۍ د خلکو پر هجوم ور ځغلولې وه. د برلين د دغې پيښې په پام کې نیولو سره فرانسې هم خپل د کريسمس په بازارونو کې امنیتي تدابير سخت کړي دي.
قربانیان
پوليسو د ۱۲ تنو وژل کیدل او د ۴۸ ټپې کیدل تائید کړي دي. د یو شمیر ټپیانو وضعه د اندیښنې وړ بلل شوې. ژغورونکي ډلي د پيښې په ځای کې خیمې دورولي دي او ټپیان یې روغتون ته استول شوي.
خلکو ته د پولیسو سپارښتنه
پولیس په بیړه خپل کار پيل کړي دی او د پيښې سیمې ته ټولې تلونکي لارې یې تړلي دي. پولیس او چارواکو له خلکو غوښتي دي چې د پيښې ځای ته دې نه ورځي او د ناسمو خبرونو له خپرولو څخه دې ډډه وکړي. پولیسو همدارنګه د شپې په جریان کې له خلکو څخه غوښتي وو چې په خپلو کورنو کې پاتې شي.
بریدګر یا د لارۍ چلونکی
دا د یوه پولنډي شرکت لارۍ ده چې په ظاهره کې یې له پولنډ څخه ایټالیا ته اوسپنه لیږدوله. د لارې په مسیر کې د مسئولینو تماس د دغې لارۍ له چلونکي سره پرې شوی وو.
شکمن
پولیسو ویلي دي چې د لارۍ موټر شکمن چلونکی یې نیولی دی. یو پولنډي کس چې په لارۍ کې د چلونکي تر څنګ ناست وو، وژل شوی دی. یو شمیر رسنیو ویلي دي چې د موټر شکمن چلونکي افغان یا پاکستاني مهاجر دی، خو چارواکو تر اوسه پورې د دغې خبرې پخلې نه دی کړی.
غبرګونونه
تر پیښې لږ وروسته د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل ویاند وویل چې میرکل د کورنیو چارو وزیر او ښاروال سره په تماس کې ده. د آلمان ولسمشر یواخیم ګاوک وویل چې «دا د برلين او زموږ هیواد له پاره یوه خرابه شپه وه.»