واشنګټن پوست د چهارشنبې په ورځ ناوخته ویلي دي چې د رابرت مولر څیړونکي پلان لري چې د کلیدي استخباراتي چارواکو سره خبرې وکړي. رابرت مولر په مې میاشت کې د امریکا متحدو ایالاتو د عدلیې وزارت له خوا د ځانګړي څارنوال په توګه وګومارل شو چې د دغه هیواد په ټاکنو کې د روسیې احتمالي لاس وهنه وڅیړي.
واشنګټن پوست له پنځو داسې چارواکو سره خبرې کړي دي چې له دې موضوع خبر دي. د هغوی له ډلې څخه یوه یې ویلي دي چې هغه موضوع چې د مولر پام یې ځای ته اړولی دی د می میاشتې پر ۲۲مه نیټه خبرې اترې دي. په دې ورځ د ملي استخباراتو ادارې مشر دنییل کوتس، خپلو همکارانو ته ویلي ول چې ترمپ ورڅخه غوښتي دي چې د FBI له پخواني مشري جیمز کومي، له خوا د مایکل فلن په څیړنه کې مداخله وکړي او دا موضوع یو څه سړه کړي.
کومي تر دې مخکې د امریکا متحدو ايالاتو د کانګرس یوې کمیټې ته ویلي ول چې هغه فکر کوي چي له دې کبله له دندې ګوښه شوي دی چې ترمپ غوښتل د روسیې په اړه څیړنې تر خپلې اغیزې لاندې راولي.
د ترمپ مدافع وکیلانو د دغو معلوماتو پر خپریدو باندې نیوکه کړې ده خو د واشنګټن پوست له خوا خپاره شوي معلومات یې نه دي رد کړي.
د دغو موضوع پر وړاندې جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو بیلابیل غبرګونونه ښوولي دي. جمهوري غوښتونکو ټینګار کړی دی چې دولتي او د روانو څیړنو په اړه معلومات باید خپاره نه شي. دیموکراتان بیا دغه خبره ډیره جدي بولي او ټینګار کوي چې د امریکا متحدو ایالاتو په ټاکنو کې باید د روسیې احتمالي لاس وهنه روښانه شي.
د ولسمشر دونالد ترمپ د کاري دورې له پیلیدو سره سم د هغه په ټاکنیز کمپاین کې د ښکیلو کسانو او روسیې تر منځ د احتمالي اړیکو په اړه پوښتنې راولاړې شوې دي. د ملي امنیت مشاور مایکل فلن، له همدې کبله له دندې ګوښه شو. د ترمپ لوی څارنوال هم په دې برخه کې له جنجالونو سره لاس او ګریوال دی.
د ترمپ په اړه بیا اوس له دې کبله پوښتنې را ولاړې شوې دي چې هغه ښايي هڅه کړې وي د خپل د ملي امنیت مشاور مایکل فلن، په اړه څیړنې ودروي.
زموږ له ارشيف څخه:
هغه امریکایي ستوري چې د ترمپ له بریا سره خپل هیواد پریږدي
د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر دونالد ترمپ، د سینما او تلویزیون د ځينو ستورو ترمنځ هم ښه شهرت نه لري. په دې انځوریز رپوت کې هغه ستورې ښوول شوي دي چې ویلي یې ول د ترمپ د ټاکل کیدو په صورت کې به امریکا ووځي. انځور: Getty Images/K. Winter مت دیمون د هالیود سیمنا یو له تر ټولو بریالیو هنرمندانو څخه دی. هغه له یوې آلمانۍ ورځپاڼي رسنې سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ترمپ د ټاکل کیدو په صورت کې به څه وکړي، وویل «څوک څه پوهیږي، کیدای شي برلین ته کډه وکړم.» هغه په وار وار له ترمپ سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
انځور: Reuters/L. Nicholson شر (سندرغاړې او د فلمونو لوبغاړې) شر د امریکا یوه پخوانۍ سندرغاړې او د فلمونو لوبغاړې ده. هغې ویلي دي چې د ترمپ د بریا په صورت کې «مشتري» ته سفر کوي.
انځور: Getty Images/A. E. Rodriguez برایان کرانستون (د سینما لوبغاړی) برایان کرنستون، د امریکا د سیمنا یو بل مشهوره لوبغاړی دی چې ویلي یې دي د ترمپ د بریا په صورت کې به کانادا ته سفر وکړي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Halle'n شومر د فلمونو، تلویزیوني سریالونو برنامو لیکواله او لوبغاړې ده. هغه د امریکا یو له مشهورو ښځینه کمیدینو څخه ده. هغې ویلي دي چې د ترمپ د بریا په صورت کې هسپانیا ته سفر کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Pizzello ستیورت د امریکا تلویزیون یوه مشهوره څیره ده. هغه د ۱۶ کلونو له پاره (له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۱۵) د "دیلی شو" مشهوري تلویزیوني خپرونې وړاندې کوونکی وو. ستیورت ویلي ول چې د ترمپ د بریا په صورت کې به یوې بلې سیارې ته ولاړ شي. هغه ویلي ول چې ځکه غواړې بلې سیارې ته ولاړ شي چې که نړۍ ترمپ انتخابوي، په دې معنی ده چې اوسیدونکي یې لیوني شوي دي.
انځور: Getty Images/T. Wargo نیو کمبل (د سینما لوبغاړې) نیو کمبل، امریکا میشته کانادایي د سینما هنرمنده ده. هغې ویلي دي چې د ترمپ د بریا په صورت کې به بیرته خپل هیواد ته ستنه شي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Kamm مایلی سایرس (سندرغاړې او د فلمونو هنرمنده) مایلي سایرس، د هیلري کلنتن یو له قوي کمپاینرانو څخه وه. هغې ویلي ول چې که ترمپ بریالی شي نو له امریکا متحدو ایالاتو به کډه وکړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Riley چلسی هندلر کمدینه او د سینما هنرمندې د خپل ډاډ له پاره د ټاکنو د پایلې تر معلومیدو مخکې تر امریکا متحدو دباندي یو کور واخیست.
انځور: AP آمبر روز امریکایي مدله ده. هغې ویلي ول چې خپله رایه به کلنتن ته ورکړي، خو که ترمپ د ټاکنو ګټونکې شي، نو کانادا ته به کډه وکړي.
انځور: Imago/PicturePerfect ووپی گلدبرگ په خپل هنري ژوند کې اسکار ګټلې ده. هغه اوس په تلویزیون کې د «ویو» په نوم یوه مشهوره سیاسي خپرونه پر مخ وړي. هغه د هیلري کلنتن یو له ملاتړو څخه وه خو ویلي ول چې که ترمپ ګټونکي شي نو ښايي له هیواده ووځي.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Utrecht نیل یانگ امریکا میشته کانادایي سندرغاړی دی، خو له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره یې په مرکه کې ویلي ول چې د ترمپ د بریا په صورت کې بیرته خپل هیواد ته ستنیږي.
انځور: Getty Images/K. Winter استیون کینگ تر ټاکنو مخکې ویلي ول چې د ترمپ د ټاکل کیدو امکان هغه ډیر ویروي. هغه زیاته کړې وه چې د ترمپ د بریا په صورت کې به کانادا ته ولاړ شي.
انځور: Getty Images باربارا استرایسند (سندرغاړې او هنرمنده) باربارا استرایسند تر دې مخکې په استرالیا کې ویلي ول چې د ترمپ د بریا په صورت کې به په همدې هیواد کې میشته شي. هغې ویلي ول چې دا کار به یوازې په هغه صورت کې وکړي چې استرالیایان هغه ومني.
انځور: Reuters د تلویزیون او سینما دغه لوبغاړي ویلي ول چې د ترمپ د بریا په صورت کې به له خپلې کورنۍ سره ایټالیا ته ولاړ شي.
انځور: Getty Images/T. Wargo کلویی سوینی دغې هنرمندې هم ویلي ول چې د ترمپ د بریا په صورت کې به کانادا ته ولاړه شي.
انځور: Getty Images/E. McIntyre روزي اودانل (کمدینه او د خپرونو وړاندې کوونکې) روزي اودانل له دونالد ترمپ سره ښه اړیکه نه لري. هغې ویلي ول چې د هغه د بریا په صورت کې به خپل هیواد پریږدي. کله چې له ترمپ څخه په یوه مناظره کې وپوښتل شو چې ولې یې ښځو ته د «چاغو خوګانو» او «سپیو» خطاب کړی دی، ویلي دي چې د هغه منظور یوازې روزي اودانل وه.
انځور: Getty Images/D. Kambouris لینا دانم (هنرمنده، د فلمونو لیکواله او فلم جوړونکي) دانم د امریکا د سینما یوه پیژندل شوې څیره ده چې د هیلري کلنتن ملاتړ یې کاوه. هغې ویلي ول چې د ترمپ د بریا په صورت کې به په کانادا کې خپل کارونه پر مخ یوسي.
انځور: Imago/Zuma Press نی−یو (Ne-Yo) ویلي دي چې د ترمپ د بریا په صورت کې به د خپل یوه کانادایي ملګري همسایه شي.
انځور: Getty Images/K. Winter