1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د طالبانو شورا پر لنډ اوربند تفاهم کړی

۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبه

د طالبانو د خبرو په تړاو معلومات لرونکو کسانو رسنيو ته ويلي چي د طالبانو شورا د اوربند اجازه ورکړې ده. د اوربند د مودې او پېل د نېټي په تړاو معلومات نه دي ورکول سوي.

Russland Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politiker in Moskau
آرشيف انځورانځور: Reuters/E. Novozhenina

د طالبانو استازو ويلي چي شورا يې د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۳۰مه نېټه) په افغانستان کي پر يو مؤقت اوربند  تفاهم کړی دی. دا د دې له پاره چي د طالبانو او امريکايانو تر منځ د سولې د تړون لاسليک ته چوکاټ رامنځ ته سي. د اسوشيېتد پريس خبري آژانس د راپور له مخي دا چي دغه اوربند به کله پېل سي او څومره وخت ميعاد به ولري، په هکله يې معلومات نه دي ورکول سوي.

واشنګټن د سولې د ممکنه تړون د لاسليک له پاره د اوربند شرط ايښی ؤ. د سولي يو تړون به دا ممکن کړي چي امريکايي عسکر له افغانستان څخه پسله ۱۸ کالو جګړې بېرته خپل هيواد ته ستانه سي. د امريکا د متحده ايالاتو له پاره دغه جګړه د خپل تاريخ تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه ده.

د واشنګټن له خوا پر دغه خبر تر اوسه کوم غبرګون نه دی رامنځ ته سوی. البته په قطر کي د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين د يکشنبې په ماخستن بېله دې چي د اوربند په تړاو تبصره وکړي يا دغه لغت وکاروي، د «ځينو رسنيو× د خبرونو په هکله ليکلي چي «حقيقت نه لري.»

د اټکلونو له مخې دمګړی په افغانستان کي ۱۲ زره امريکايي عسکر مستقر دي. د امریکا د متحده ايالاتو ولسمشر د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له پاره ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ته دنده سپارلې چي د ممکنه سولې د تړون په هکله ورسره مذاکرات وکړي.

APE/AWA/BS

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل