رسنۍ: زیلنسکي روسیه د اوږده واټن بریدونو په پراخولو وگواښله
۱۴۰۴ آبان ۶, سهشنبه
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي د دوشنبه په ماښام ( ۲۰۲۵ م کال د اکتوبر ۲۷ مه) ویډیویي پیغام کې وویل:«د اوږده واټن د بریدونو د ترسره کولو وړتیا د اوکراین د خپلواکۍ یوه برخه ده او د سولې د ضمانت کولو په یوې سترې برخې به واړول سي.»
مخکې له دې، د پوځ له عالي قوماندانۍ سره په یوه غونډه کې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې د بریدونو اهداف وڅیړل سول او په دې غونډه کې د نوموړو بریدونو پر «جغرافیایي ابعادو» هم خبرې اترې ترسره سوې.
اړوند:ترمپ: پوتین دې د توغندي د آزمویلو پر ځای، جگړه ختمه کړي
سره له دې زیلنسکي د اکتوبر پر ۲۷ مه دا ومنله چې د «فلامینگو»« ډوله اوکرایني کروز توغندیو په تولید کې چې له ډیره وخته یې ژمنه سوې ده، «تخنیکي ستونزه» موجود ده. دغې وسلې ته د یوه اوکرایني شرکت له خوا پراختیا ورکړل سوې ده او زیلنسکي مخکې له دې هغه " ترټولو بریالۍ" اوکراینۍ وسله بللې وه. د«فلامینگو» توغندی د څه د پاسه ۱۶۰۰ کیلومتره واټن د ویشتلو وړتیا لري او اوکراین له هغه څخه د لومړي ځل له پاره د ۲۰۲۵ م کال د اگست په میاشت کې استفاده کړې ده.
د رپوټونو په حواله، تیره ورځ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې پر بریانسک او مسکو باندې الوتنې وکړې او روسي بې پیلوټه الوتکو هم پر سومي او کیف باندې بریدونه ترسره کړل. په عین حال کې، روسیې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په نتیجه کې د یوه کس له وژل کیدو څخه خبر ورکړی دی. اوکرایني چارواکو هم ددغه هیواد په ختیځ کې د پوکروفسک ښار ته نیژدې له سختو نښتو څخه خبره کړې وه.