1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

رسنۍ: طالبانو فيض الله جلال نيولی دی

۱۴۰۰ دی ۱۸, شنبه

ځينو محلي رسنیو او د ټولنيزو شبکو بعضې کاروونکي د طالبانو له خوا د کابل پوهنتون د استاد، فيض الله جلال، د نيول کېدو خبر ورکوي. خو د طالبانو يو وياند له دويچه ويله سره په خبرو کې د ښاغلي جلال نيول کېدل ردوي.

Afghanistan Taliban Tötungen Symbolbild
انځور: HOSHANG HASHIMI AFP via Getty Images

د هشت صبح ورځپاڼې په کابل کې د ځينو سرچينو په نقل کولو سره ليکلي چې طالبانو نن فيض الله جلال، د کابل پوهنتون يو استاد، د مکروريانو په ساحه کې له خپل کور څخه له ځان سره وړی دی.

د ټولنيزو شبکو ځيني کاروونکي په فيسبوک او ټويټر کې د هغه د لور، مهسا جلال، پيغام لاس په لاس کوي چې ظاهراً يې ليکلي دي چې طالبانو يې پلار په بې حرمتۍ سره له ځان سره وړی دی.

طلوع نيوز کښلي دي چې د طالبانو يوې امنيتي منبعې تائيد کړې چې فيض الله جلال چې د کابل پوهنتون ښوونکی او د سياسي چارو کارپوه دی، د طالب ځواکونو له لوري نيول شوی دی.

دغې منبعې ويلي چې د کابل پوهنتون دغه استاد د يو شمېر حکومتي بنسټونو د متهم کولو په تور نيول شوی او اوس مهال له استخبارتو سره دی چې پوښتنې ګروېږنې ورڅخه کوي.

خو احمد الله وثيق چې د طالبانو يو وياند دی، له دويچه ويله سره په خبرو کې په دې اړه بې خبري ښودلې او وايي: »ما په دې اړه تر اوسه څه نه دي اورېدلي او داسې څه به نه وي.«

لږ وخت پخوا د کابل پوهنتون دغه استاد او د سياسي چارو شنونکی د طالبانو د سياسي دفتر د وياند، محمد نعيم سره يو ځای په يوه ژوندۍ خپرونه کې راڅرګند شو او پر طالبانو يې په سخته لهجه انتقاد وکړ.

د سياسي چارو د دغه شنونکي څرګندونې يو څو ورځې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېدې. له دې وروسته داسې ادعاوې وشوې چې طالبانو فيض الله جلال له رسنيو سره له هر ډول خبرو منع کړی دی، خو طالبانو دغه ادعا هم رد کړې ده.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل