د ټاکنو کمېسیون په حواله، د څه ناڅه ۷۹ سلنه ټولو رایو تر شمیرلو وروسته، کاگامه، څه د پاسه ۹۹ سلنه رايي ګټلي دي. د هغه دواړو سیال کاندیدانو د زرغون گوند مشر فرانک هبینیڅا، او همدارنگه خپلواک کاندید فیلیپ مپایمانا، دواړو له یوه سلنه لږ رايي ګټلي دي. د انتخاباتو رسمي نتایج به د جولای پر ۲۷ مه اعلان سي. په دغو ټاکنو کي څه د پاسه نهه میلیونو کسانو برخه اخیستې ه.
کاگامه، له ۱۹۹۴ کال راهیسي لا په رواندا کي ډېر قوی کس بلل کیږي، نوموړی له ۲۰۰۰ م کال راهیسي د ولسمشر په توگه دنده پرمخ بیایي. کاگامه په هغه وخت کي له یوگندا څخه چي هلته یې په جلاوطنۍ کي ژوند کاوه، رواندا ته راغی او پر توتسي قبیلې باندي یې د هوتو یاغیانو اولس وژني ته د پای ټکی کښیښود.
وروسته هغه د دفاع وزیر او بیا د ولسمشر د مرستیال دنده پرغاړه واخیسته. د رواندا هیواد ځانگړتیا په دې کي ده چي په پارلمان کي اکثره وکيلاني دي. په دغو ټاکنو کي دوو ښځو سیاستوالو ته اجازه نه وه ورکړل سوې.
د بشری حقونو سازمانونه د ختیځي افریقا په دغه هیواد کي چي ۱۴ میلیونه نفوس لري، د اپوزیسوني شخصیتونو پر تعقیبولو باندي انتقاد کوي.
افريقايي قبيله ولي په هند کي آباده ده؟
له ختیځي افریقا سره تړاو درلودونکي شا او خوا ۲۵ زره کسان د هند د لویدیځ ګهاټ په ځنګلونو کې اوسیږي. هند ته د سېدي قبیلې لومړني کسان د غلامانو په توګه راوستل شوي وو.
انځور: Saurabh Narangد سېدي قبیلې خلک له خپلې دودیزې نڅا او موسیقۍ سره مېنه لري. موسیقي او نڅا د سېدې ټولنې له ژوندانه څخه نه جلا کیدونکي برخه ده. دغه خلک په ځنګلونو کې په بې وزلې او له نورو خلکو په انزوا کې ژوند کوي. په انځور کې د دغه قبیلې یو بزګر مانوئیل لیدل کیږي چې ماشومانو ته یې د خپلې نڅا د زده کړې لړۍ جارې ساتلې ده.
انځور: Saurabh Narangد لویدیځ ګهاټ په یوه کلي مینالي کې اوسیدونکی بیسټوینګ، ماشومانو او لویانو ته د د موسیقۍ د دویزو آلو جوړول ښيې. ډول ته ورته دغه آله نارینه غږوي او ساز ته یې ښځې نڅا کوي.
انځور: Saurabh Narangد سېدې قبیلي دودیزې نڅا ته دهمال ویکل کیږي. دغه څه د قبیلې د احساساتو د څرګندولو ښکاروندي هم کوي. په انځور کې ۱۳ کلنه چندریکا د دهمال له پاره چمتووالی نیسي. چندریکا هم په مینالي کې اوسیږي او په ښوونځې کې زده کړې هم کوي.
انځور: Saurabh Narangد سېدې قبیلې خلک پر دې باور دي چې دهمال، داسې یوه نڅا ده چې هر پاچا یې خوښوي. دغه نڅا په ښکار کې د بري وروسته ترسره کیږي. د دغه قبیلې په خبره پخواني پاچاهانو به هم دهمال خوښواه. ډیوډ (په پورتني انځور کې) هم د نڅا له پاره چمتووالی نیسي.
انځور: Saurabh Narangپه سنګاپور کې په یوه تلویزوني سیریال کې د سېدي ټولنې هلکانو د مالوچو د اجباري کار په هکله یوه کیسه انځور شوې وه. د مالوچو له اجباري کار څخه د انکار له کبله یو ځایي کاروباري کس حمله هم کړې وه.
انځور: Saurabh Narangپه ښوونځي کې د سېدې ټولنې ماشومان خفه وي
د سنګاپور تلویزون په سیریال کې د ییلاپور په ښوونځې کې د نورو ماشومانو له لوري د سېدې ټولنې د یوه ماشوم د ځورول هم شامل وو. عموما سېدې ماشومان د غیر سېدي ماشومانو له خوا د ځورول کیدو له کبله ښوونځي ته هم نه ځي.
انځور: Saurabh Narangله غضب څخه د ځمکې د خلاصولو هڅه
مادهوي ۷۵ کلنه او کونډه ده. هغه د کرناټک په ماګود نومي کلې اوسیږي. مادهوي د خپل پنځه ایکړه ځمکې له غضب څخه د خلاصولو له پاره په محکمه کې په مبارزه بوخته ده. له ۱۹۹۶م کال راهیسې د ځنګلونو د چارو یوه چارواکي د هغې ځمکه غضب کړې ده.
انځور: Saurabh Narangسېدې نجونې په فارغه وختونو کې د مینالي کلې په څنګ کې د یوې دنګې ونې ترڅنګ لوبې کوي. په ټال کې زنګل هم هم د هغوی یوه مشغولا ده.
انځور: Saurabh Narangد سېدي ټولنې اتل: نېلسن منډیلا
کرناټک ته څیرمه د تالیکمبوري په کلي کې څو کورنیو د سویلي اقریقا د پخواني مشر او د نسلي تبعیض د ختمولو د تحریک مشر نیلسن منډیلا انځورونه په خپلو کورونو کې راځړولي دي. هغوی منډېلا خپل اتل ګڼي.
انځور: Saurabh Narang GP/NZ/AG