روانه اونۍ ښايي یو شمیر طالب زندانیان آزاد شي
۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه![Afghanistan Gefängnis in Ghazni](https://static.dw.com/image/18712347_800.webp)
افغان چارواکو ويلي دي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا او طالبانو د هوکړې د بریا له پاره او د اعتماد د فضأ د رامنځته کولو په موخه ښايي روانه اونۍ د هیواد له زندانونو څخه یو شمیر زندانیان آزاد کړل شي.
په ورته وخت کې د طالبانو یو درې غړي لرونکی پلاوی د سې شنبې په ورځ کابل ته رسیدلی دی څو د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې چارې تنظیم کړي.
دغه اقدامات داسې مهال ترسره کیږي چې همدا اوس د افغانستان یو شمیر ولایتونه د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې قرنطین شوي دي. افغان حکومت تر دې وړاندې هم د زندانیانو په منځ کې کرونا ویروس د خپریدو له ویرې یو شمیر جنايي مجرمین د هیواد له مختلفو زندانونو څخه آزد کړي دي.
بل لوري ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې څه موده وړاندې یې کابل ته سفر هم کړی وو، وروستي پرمختګونه ښه خبر بللي دي.
یاد افغان چارواکي د طالب زندانیانو د شمیر په هکله څه نه دي ویلي خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا نن د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د طالبانو ۱۰۰ تنه زندانیان به ژر له بند څخه آزاد شي کوم چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ټولو ۶۰۰۰ زندانیانو د تبادلې لومړی ګام دی.
ذبیح الله مجاهد وویل: »په لومړي پړاو کې به ۱۰۰ تنه زندانیان آزاد کړل شي، بیا به دواړه لوري په ورځ کې د ۱۰۰ تنو زندانیانو د آزادولو لړۍ و ارزوي چې دا کار نتیجه ورکوي که نه.«
مجاهد په خپلو څرګندونو کې همدا راز ویلي دي چې د زندانیانو د آزادولو په برخه کې تخنیکي بحثونه روان دي او آزادیدونکو کسانو ته د روغتیايي معایناتو سهولت هم تر بحث لاندې دی.
نوموړي همدا راز زیاته کړې ده چې د کرونا ویروس له کبله رامنځ ته شوي وضعیت ستونزې ډیرې کړي دي.
په عین وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل، په یوه ټویټري پیغام کې ویلي دي چې دواړو لوریو د زندانیانو د تبادلې په برخه کې »مخامخ خبرې» کړي دي.
د طالبانو او حکومت ترمنځ پر دغو مذاکراتو سربیره بیا هم د تاوتریخوالي په پیښو کې کمښت نه ترسترګو کیږي. د هلمند ولایت ځايي چارواکي وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکيانو د سپرلۍ یو موټر د سړک غاړې پر یوه ماین برابر شوی دی چې په پایله کې یې ۷ کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک، د آلمان خبري اژانس ته وویل چې د مرګ ژوبلې شمیرې ابتدايي دي او ښايي پکې زیاتوالی هم راشي. په عین وخت کې د هلمند د ولایتي شورا غړي عبدالمجید اخندزاده هم په یاده پیښه کې د تلفاتو همدغه شمیرې تائید کړي دي.