1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روان کال له ترکیې څخه اروپايي ټولنې ته ډیر مهاجرین راغلي

۱۳۹۷ مهر ۸, یکشنبه

د آلماني رسنیو د راپورونو په حواله په ۲۰۱۸ کال د ۲۰۱۷م کال په پرتله له ترکیې څخه اروپايي ټولنې ته خورا ډیر مهاجرین راغلي دي.

Griechenland Salam Aldeen
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakouri

د «ډي ویلټ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼۍ د یکشنبې ورځې (د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر ۳۰مه) په خپله ګڼه کې د اروپايي ټولنې د کمیسیون د یوه داخلي رپوټ په اساس لیکلي چې روان کال له ترکیې څخه اروپايي ټولنې ته ۳۸ زره او ۶۸۷ مهاجرین راغلي دي. دغه شمیر مهاجرین د روان ۲۰۱۸م کال د جنورۍ میاشتې او د سپتمبر میاشتې تر نیمې پورې د اروپايي ټولنې بیلابیلو هیوادونو ته داخل شوي دي. په دې ترتیب دا د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله ۴۳ سلنه زیاتوالی دی.

د یادې ورځپاڼې د رپوټ په اساس له دې جملې څخه ۳۸ زره او ۴۲۳ تنه پناه غوښتونکي له ترکیې څخه یونان ته داخل شوي دي. له دې ډلې څخه ۱۲ زره او ۱۴۷ تنه پناه غوښتونکي بیا د ځمکې له لارې دغه اروپايي هیواد ته تللي دي. په دې ترڅ کې ایټالیا ته ۱۹۶۵ تنه، بلغاریا ته ۲۳۹ او قبرس ته ۷۱ تنه پناه غوښتونکي داخل شوي دي.

په رپوټ کې راغلي چې د ځمکې له لارې اروپايي ټولنې ته د راغلو کسانو له نیمايي څخه لږ کم یې د ترکیې تابعیت لري. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۶م کال کې اروپايي ټولنې او ترکیې، اروپا ته د مهاجرینو د راتګ د محدودیت له پاره یو تړون هم لاسلیک کړی. د دې تړون په اساس ټاکل شوې وه چې ترکیه به د خپلو پولو امنیت لا پسې ټینګ کوي او له ترکیې څخه اروپايي ټولنې ته راغلي مهاجرین به بیرته مني. د دې اقدام په ځواب کې انقرې له اروپايي ټولنې څخه ۳،۵ میلیارده ډالر مرسته ترلاسه کړې څو په خپله خاوره کې د مهاجرینو د مدیریت او ملاتړ په برخه کې یې مصرف کړي.

انځور: picture-alliance/N. Economou

د «ډي ویلټ» په نامه دغې آلمانۍ ورځپانې په خپل رپوټ کې د اروپايي کمیسیون په حواله لیکلي چې اروپايي ټولنې ته له ترکیې څخه د ډیر زیات مهاجرینو په راتګ سره د یونان په ټاپو ګانو کې د مهاجرینو د ساتنې مرکزونه ډک شوي دي. دغه رپوټ همدا راز موندلې چې د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر نیمايي پورې ۲۰ زره او ۲۵۸ کسان د مهاجرینو په دغه راز مرکزونو کې اوسیدلي دي.

د دغو مرکزونو رسمي ظرفیت ۹۵۰۰ کسان ښول شوی دی. په عین حال کې د ژمي په رارسیدو سره، په دغه راز مرکزونو کې د ډاکټرانو، ژباړونکو او د خیمو په څیر د وسایلو کمښت موجود دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل