د مسکو او کیف چارواکو په اوکراین کې د روانې څه باندې درې کلنې جګړې په جریان کې د لومړي ځل له پاره د تېرې جمعې په ورځ په استانبول کې د سولې خبرې وکړې. تر هغه وروسته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ، د دوشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پر ټيلفون جلا جلا خبرې وکړې. ترمپ د روان میلادی کال په سر کې واک ته له رسېدو راهیسې، هڅه کوي چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.
امریکا او متحدین ېې له روسیې څخه د یو ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه کوي، اما د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین په پر له پسې توګه د کیف او د هغه د غربي متحدینو دغه غوښتنه رد کړې ده.
ورته نور ولولئ: ټرمپ: په اوکراین کې د اوربند مذاکرات به په بیړه پيل شي
خو د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چار وزیر مارکو روبیو، د سه شنبې په ورځ وویل چې د اوربند پر موضوع ېې له خپل روسي سیال سيرګي لاوروف، سره خبرې کړي دي. هغه هيله مندي وښوده چې دوی به په دې هکله «خپل شرایط ښايي د څو ورځو په جریان کې او هيله مندي شته چې په همدې اوونۍ کې» وړاندې کړي.
د اوربند او د بیا د جګړې د پای شرایط
روبیو، زیاته کړه چې روسیه به په دې هکله «خپل پراخ شرطونه وړاندې کړي چې په هغو سره به موږ د اوربند پر لور مخته ولاړ شو او اوربند به بیا موږ ته د دې موقع په لاس راکړي چې تر څو د جګړې د پای له پاره دقیقو مذاکراتو ته ورداخل شو.»
روبیو که شرایط واقع بینانه وي جګړه
روبیو زیاته کړه: «که چېرته شرایط واقع بینانه وي چې موږ پرې وشو کړی عمل وکړو نو بیا یو څه کيږي، خو که چېرته په هغو کې غېرواقع بینانه غوښتنې مطرح کيږي، نو بیا فکر کوم چې دا به [د ستونزې] ښکارندويي وي.»
ورته نور ولولئ: اوکرایني چارواکي: روسیې د سولې تر خبرو وروسته د ډرونونو تر ټولو لویه حمله کړې
پوتین همکارۍ او واټیکان کوربتوب ته لیوالتیا ښوولې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د سه شنبې په ورځ وویل چې د اوربند پر موضوع ېې له خپل روسي سیال سيرګي لاوروف، سره خبرې کړي ديانځور: SPA /AFP پوتین د ترمپ تر ټيلفوني اړيکې وروسته وویل چې هغه چمتو دی له اوکراین سره پر داسې یو «تفاهم لیک» کار وکړي چې وشي کړي د جګړې د پای د احتمالي حل لارې او په مختلفو دریځونو کې مرسته وکړي.
په عین حال کې د فرانسې خبري آژانس د ايټالیا د صدارعظمې جورجیا میلوني، د دفتر په حواله ويلي دي چې هغې د سه شنبې په ورځ وویل چې نوی پاپ څوارلسم پاپ لیوالتیا، ښوولې ده چې «په واټيکان کې د دواړو خواو ترمنځ د راتلونکې ناستې کوربه توب وکړي.»
بل خوا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي پر مسکو بې باوري ښوولې او ويلي يې دي چې د خپلو اهدافو له پاره د فرصت طلبۍ په لټه کې دي. هغه پر ټولنیزې رسنۍ لیکلي دي: «دا روښانه ده چې روسیه د وخت رانیولو هڅې کوي تر څو ېې په واقعیت کې خپلې جګړې او اشغال ته ادامه ورکړي وي.»
پر روسیې د اروپايي ټولنې نوی تحریمونه
ورته نور ولولئ: اوکرايني چارواکي: د روسيې په یوه حمله کې ۹ کسان وژل شوي
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي اتحادېې پر مسکو د خپلو تحریمونو په ادامه، د سه شنبې په ورځ پر مسکو خپل ۱۷م تحریم هم ولګاوه چې پکې روسي کښتۍ په نخښه شوي دي. دغه کښتۍ چې پر شېدو فلیت يا د بېړيو پټې ډلې په توگه پېژندل کيږي، پرې په وروستیو میاشتو کې په بالتیک بحیره کې د کیبلونو او پایپلاینونو د سبوتاژ کولو په موخه د ګڼو تخریبي اقداماتو ادعاوې شوي دي.
پر مسکو د اروپايي اتحاديې د وروستي تحریم تر اعلان مخکې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، یوهان وادیفول ویلی و چې روسیه په بالتیک بحیره کې «موږ ټول ګواښي .» د آلمان خبري آژانس په حواله روسيه د لګول شوو تحریمونو باوجود په دغو کښتیو کې د خپلو تیلو انتقالات کوي چې د فروشاتو څخه ېې لوړ عواید په لاس راوړي.
له آرشیف څخه:
مسکو کې پوځي پریټ؛ پوتین وايي په اوکراین کې بریا د مسکو ده
د مسکو په سره ميدان کې پر نازي آلمان باندې د بريا د ۸۰يمې کلیزې په مناسبت رسم ګذشت ترسره شوه. پوتين، په دې ترڅ کې په اوکراين کې د مسکو د بريا خبره وکړه. د دغه پوځي پريټ نور جزيات د انځورونو په دې ګالري کې کتلی شئ: انځور: van Sekretarev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS د دويمې نړيوالې جګړې يادون او سياسي او اديالوژيکي اهداف د می نهه نیټه چې هر کال د روسي کورنيو له لوري د «بريا د ورځې» په توګه د شخصي یادونو سره لمانځل کيږي، خو حکومت تل هڅه کوي چې دا ورځ د خپلو سياسي موخو له پاره وکاروي. دا څرګندونې په خټه روسی کارپوه اليکس يوسپوف، وکړي. د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د جمعې په ورځ د می ۹مه د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال پر اوکراين د بريا خبره وکړه.
انځور: Alexander Kryazhev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS د يو شمیر کارپوهانو په آند پوتين، هڅه کوي چې دا پريټ تر ډېره بريده «نړيوال ښکاره» کړي او نړيوال مشران به هم دلته د دغه بريا د لمانځلو په موخه راځي. خو پوتين هڅه کوي د هغوی له حضوره څخه د يوه ابراز په توګه ګټه پورته کړي. په دې انځور کې له پوتین سره له پوځي پريټ څخه د کتنې پر مهال د هغه نژدې متحدینو له هغې جملې څخه ېې چینايي سیال شی جین پینګ، هم حضور درلود
انځور: Mikhail Korytov/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture alliance / ASSOCIATED PRESS په انځور کې د رهبرانو په ډله کې د چین ولسمشر شي جین پينګ، د تاجیکستان ولسمشر امامعلی رحمانوف، او د سلواکیا صدراعظم رابرت فیتسو، هم لیدل کیږي.
انځور: Yuri Kochetkov/Pool Photo via AP پوتین له خپلو کلیدي متحدینو سره په دوهمه نړېواله جګړه کې د نازي آلمان پر ضد د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۸۰مه کلیزه لمانځي. له کيڼ څخه ښي پر لور: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د قزاقستان ولسمشر صدر جباروف، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف، د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان.
انځور: Grigory Sysoyev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS مخکې له دې چې په پریټ کې زغروال وسایط او ټانکونه وښودل شي، روسي عسکر ځانګړي پوځي مراسم ادا کوي
انځور: Sergei Bobylyov/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS په دغه انځور کې د روسي فوینیکس زغروال جنګي موټر او د لنزا په نوم زغروال امبولانس لیدل کیږي چې د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال تېریږي.
انځور: Anton Vaganov/REUTERS رپوټونه وايي د مسکو په پوځي پريټ کې هغه ماډل ډرونونه او ټانګونه وښودل شول چې په اوکراین جګړه کې کارول شوي دي.
انځور: Ramil Sitdikov/SNA/IMAGO د مسکو سور میدان، پياده ځواکونه په مسکو کې د ۲۰۲۵م کال د می میاشتې په ۹مه د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا په مناسب پوځي پریټ. په دغه انځور کې د مختلفو پوځي واحدونو ځواکونه لیدل کيږي.
انځور: van Sekretarev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS په دغه انځور کې د روسي عسکر د می نهمې پوځي پریټ پر مهال د لوژ له مخې د تېرېدو په حال کې لیدل کيږي
انځور: Bai Xueqi/Xinhua/IMAGO روسیه معمولا خپل د پوځي پريټ مراسم د مسکو په سره میدان کې ترسره کوي. روسیه په دا ډول سترو پوځي مراسمو کې خپل پوځي قوت هم نندارې ته وړاندې کوي.
انځور: Maxim Bogodvid/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS روسیه په پوځي پریټ کې خپل ډول ډول توغندي هم ښيي. د آرشیف په دغه انځور کې د روسي اس-۴۰۰ ترویمف ډوله له ځمکې څخه هوا ته ويشتونکي توغندي ښودل کيږي
انځور: picture-alliance/dpa/V. Sharifulin د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو چې د پوتین له نژدې متحدینو څخه دی، د می په ۹مه له پوتین سره د روغبړ پر مهال
انځور: Alexey Nikolsky/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture alliance د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي دوهمه نړېواله جګړه کې د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۸۰مې کلیزه؛ د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي هم په دغه مناسبت د می میاشتې په ۹مه په مسکو کې له پوتین سره وليدل.
انځور: Alexey Nikolsky/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture alliance د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ د سربیا ولسمشر، الکساندر ووچیچ هم مسکو ته ورغلی. هغه په سره مېدان کې د پوځي پریټ له پېلیدو مخکې د مراسمو ځای ته وروان دی.
انځور: AP د ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو د ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو، هم د می په ۹مه په مسکو کې د روسې پوځي پريټ په مراسمو کې حضور درلود.
انځور: KIRILL KUDRYAVTSEV/AFP