روحاني: امریکا هره ورځ پيغامونه رالیږي
۱۳۹۷ شهریور ۱۷, شنبهد ايران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې امریکا له یوې خوا د اقتصادي بندیزونو له لارې په پرله پسې ډول پر ایران فشارونه جاري ساتلي، او له بلې خوا خبرو اترو ته د تهران حکومت د راضي کولو په موخه یې د پيغامونو رالیږلو لړۍ روانه ده.
روحاني د دغو بندیزونو په سبب له رامنځته کیدونکو اقتصادي ستونزو سره د مقابلې په برخه کې پر خپل ولس د متحد پاتې کیدو غږ وکړ: «نن حکومت تر ټولو مخکې دی. دا یو اقتصادي، رواني او تبلیغاتي جنګ» دی.
د ایران ولسمشر وویل چې د ایران ولس به د امریکا متحده ایالاتو د اقتصادي جګړې پر وړاندې خپل سر ټیټ نه کړي. د روحاني اشاره هغو بندیزونو ته وه چې له اټومي تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته دغه هیواد پر ایران وضع کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د روان کال په می میاشت کې په ۲۰۱۵ م کال کې د لویديځو هیوادونو او ایران ترمنځ له لاسلیک شوي اټومي تړون څخه د وتلو اعلان کړی وو. ترمپ ویلي وو چې د واشکنټن حکومت د تهران د توغندیز پروګرام او په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو له امله ډیر سخت اندیښمن دی.
د واشنګټن له خوا پر ایران د بندیزونو له کبله د ایراني ریال بیه ډیره رالویدلې چې له امله یې په دغه هیواد کې یو ډول وارخطایي رامنځته شوې ده.
د امریکا ولسمشر د ایران له رهبرۍ سره خبرو اترو ته خپله امادګي ښودلې، خو د تهران حکومت دا ډول ملاقات له امکانه لرې بولي.