1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روزنتونونه؛ د افغانستان بې هویته ماشومان

۱۳۹۹ آذر ۱, شنبه

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون تازه موندنې ښيي، چې د افغانستان په یوشمېر روزنتونونو کې لسګونه بې هویته ماشومان ژوند کوي. په دغه څېړنیز رپوټ کې بې هویته ماشومان چاته ویل شوي؟

Afghanistan Frauenhaus in Bamiyan
انځور: Getty Images/P. Bronstein

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تازه څېړنیز رپوټ د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د ماشومانو پر دولتي او خصوصي روزنتونونو راڅرخي.

دغه رپوټ چې نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر ۲۱مه) خپور شو د روزنتونونو د ۴۱۴ ماشومانو وضعیت ارزولی، چې په دې ډله کې ۳۲۳ هلکان او ۹۱ یې نجونې دي.

رپوټ زیاتوي چې له دغو ۴۱۴ ماشومانو ۱۵۰ یې د تابعیت سند نه درلود او په دغو ۱۵۰ ماشومانو کې ۶۷ یې بې هویته ماشومان دي. په رپوټ کې راغلي: «په دغو ۶۷ بې هویته ماشومانو کې ۵۳ هلکان او ۱۴ یې نجونې دي.»

رپوټ زیاتوي چې ترټولو ډېر بې هویته ماشومان د هرات په دولتي او خصوصي روزنتونونو کې دي چې شمېر یې ۳۹ ته رسیږي. پاتې نور ماشومان د کابل، غزني، بلخ، سمنګان، سرپل، کندهار او ننګرهار ولایتونو په روزنتونو کې بې برخلیکه د خپل ژوند شپې او ورځې سبا کوي. د رپوټ پر بنسټ د دغو ماشومانو عمرونه له ۲ – ۱۷ کلونو پورې اټکل شوی.

بې هویته ماشومان چاته وايي؟

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په رپوټ کې راغلي، دا هغه ماشومان دي چې له هغه وخته چې دولتي ادارو یا خلکو روزنتونونو ته راوړي بیا یې چا پوښتنه نه ده کړې.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په څېړنیز رپوټ کې اندېښنه ښودل شوې چې د دغو ماشومانو د هویت تثبیت او ملاتړ لپاره تراوسه هیڅ ډول اقدام هم نه دی شوی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د افغانستان ستره محکمه باید د دغو ماشومانو د هویت د تثبیت لپاره لارې چارې اسانه کړي.

د دغه بنسټ په رپوټ کې وړاندیز شوی چې دغه ماشومان باید په څو ډلو ووېشل شي، لومړی هغه ماشومان چې مور او پلار یې په خپله خوښه پرېښي او دویم هغه ډله ماشومان چې روانو جګړو بې برخلیکه کړي.

جګړې او د مور او پلار له خوا په خپله خوښه د ماشوم پرېښودل، دوه هغه ستر لاملونه دي چې له مخې یې ماشومان بې برخلیکه کیږي.

اسماعیل شاکر – کابل