1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه او امريکا په افغانستان کي هدفمنو عملياتو ته تياری نيسي

۱۳۹۰ فروردین ۴, پنجشنبه

د روسيې د نشه يي موادو د دوران د کنترول د ادارې مشر ويکتر ايوانوف نن په مسکو کي وويل چي، روسيه او د امریکا متحده ايالات د افغانستان او منځنۍ اسيا د هيوادونو د نشه يي موادو په وړاندي خپلي مبارزې ته دوام ورکوي.

د روسيې د نشه يي موادو د دوران د کنترول د ادارې مشر ويکتر ايوانوف.
د روسيې د نشه يي موادو د دوران د کنترول د ادارې مشر ويکتر ايوانوف.انځور: DW

« موږ اوس په افغانستان کي د نشه يي موادو پر کارخانو او زيرمو بريدونو ته تياری نيسو. د دغه عملياتو په اړه اوس نور څه نه سم ويلای چي څه وخت او چيري به وي.»

ايوانوف دغه خبري د نشه يي موادو د غيري قانوني راکړي ورکړي سره د مبارزې تر هغه غونډي وروسته وکړي چي په مسکو کښي د روسيې او امريکا د متحده ايالاتو د کاري ډلو تر منځ جوړه سوې ول.

ايوانوف وويل چي، روسيې ته د افغانستان د نشه موادو د قاچاق دپاره د مرکزي آسيا د هيوادونو او لارو څخه کار اخستل کيږي.

« کارپوهان اټکل کوي چي پر دغه لاره باندي د ۲۰ ملياردو ډالره په ارزښت نشه يي مواد تيريږي چي دايي په سيمه کي تروريستي بانډونه نور هم غښلي کړي او داچي د هغوی رول اوس په سيمه کي د سياسي حلاتو پر بې ثباتۍ مستقيمه اغېزه کړې.»

ويکتر ايوانوف څرګنده کړه چي د روسيې او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ داسي پريکړه ليک سته چي له مخه يې دواړه هيوادونه کولای سي په ګډه سره د نشه يي موادو په وړاندي مبارزه او کډ کار وکړي.

« کله نا کله ددغه ناوړه موادو په وړاندي زموږ عمليات د نورو هيوادونو سره همږغي سي.»

« په څانګړې توګه د ( ازيات) په نامه عمليات چي د امريکا متحده ايالات او روسيه يې د منځنۍ اسيا د يو شمېر هيوادونو سره په ګده تر سره کړي، په ترځ کښي يې ۱۴ تنه د ۵۰۰ کيلو ګرامه هيروينو سره و نيول سول. د اسيايي هيوادونو په نورو عملياتو کي چي د (شينکي) په نامه ول ۹۳ تنه د نشه يي موادو کاروباريان و نيول سول.»

د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په ميشات کي روسي او د امریکا متحده ايالاتو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په همکارۍ په افغانستان کي د نشه يي د توليد پر څلورو کارخانو باندي عمليات تر سره کړه.

ددې عملياتو په ترڅ کي د يو مليارد ډالرو په ارزښت نشه يي مواد چي په هغه کي ۹۳۲ کيلوګرامه هيروين چي ۲۰۰ مليونه پوړۍ کيږي او ۱۵۶ کيلو ګرامه ترياک له منځه يووړل سول.

د انتر فکس خبري آژانس د معلوماتو له مخه سر بيره پر دې د تيرکال د جولای په مياشت کي د روسيې او امریکا متحده ايالاتو په ګډو عملياتو کي د امريکا څخه روسيې ته د کوکاينو يو ستر بار او ورسره تړلي اشخاص و نيول سو.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: ګل غوټۍ پوپل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب