روسيه: د افغانستان د ترياکو زېرمي بېله کښته د نړۍ بازارونه چلولای سي
۱۳۸۹ دی ۹, پنجشنبهويکتور يوانوف ويلي دي چي پر هغه مځکه چي نشه يي مواد کرل کيږي کمی نه دی راغلي دا په دې مانا چي په و تونکي کال کي پر ۱۲۳ زره هکټاره مځکي کوکنار کرل سوي ول، چي دا په ۲۰۰۹ کال کي هم دغه اندازه ول.
يوانوف تيره اونۍ په مسکو کي په يو خبري غونډه کي وويل چي:« د هغو بزګرانو په شمېر کي هم ۴۰۰۰ تنه ډيروالی راغلی چي د کوکنارکښت ته زړه ښه کوي»
د روسيې د نشه يي موادو د کنترول د مسوول په خبره هر کال په افغانستان کي شاوخوا ۷ ټنه ترياک توليديزي، چي ددې څخه تقريباً ۷۰۰ ټنه هيرون جوړيږي.
« دغه هيرون په ټوله نړۍ کي روږد کسان نسي تمامولای، له نيکه مرغه چي دومره کسان نسته.»
د هغه په خبره په افغانستان کي د تولید سوو ترياکو دريمه يا نيمايي برخه صادريږي نور هلته زيرمه کيږي.
« په روان وخت کي په افغانستان کي بې اندازې ډير ترياک ذخيره سوي، چي تقريباً ۱۵ زره ټنو ته رسيږي.»
د هغه په خبره په داسي يو حالت کي، که چيري يو يا دوه کاله کوکنار مرض ووهي او کوم بله پېښه وسي دغه ذخيرې کولای سي چي د نړۍ ټول بازارونه پر خپل حال وساتي.
يوانوف وويل چي په دې وروستيو کي په خپله په افغانستان کي د ترياکو بيه د ۶۰ ډالره څخه ۱۵۰ ته لوړه سوې، چي دا ددې سبب سوی چي بزګران د کوکنارو کرلو ته مخه کړي.
هغه وايي په تيرکال کي په روسيه کي شاوخوا ۳ ټنه هيروين نيول سوي چي دا د هغه برخي ۱۰٪ جوړوي چي روسيې ته قاچاق سوي دي.
په عيني حال کي هغه وويل چي دغه راز د نورو کلونو په پرتله تيرکال درې برابره ډير چرس نيول سوي دي، چي تقريباً ۳،۵ ټنه کيږي.
ويکتور يوانوف وويل چي سږ کال د افغانستان د کوکنارو په کښت کي لږوالی راغلی و، ځکه چي هغه يو ډول مرض وهلي ول.
« په دې کال کي کښت کم نه و، ولي د کوکنارو کښتونه يو ډول مرض وهلي ول، ځکه نو ترياک لږ توليد سوي. خو هغه اندازه مځکه چي کوکنار پر کرل کيږي لږ سوې نه ده او د هغو بزګرانو په شمېر کي ډيروالی راغلی چي کوکنار کري.»
« هغه بزکر چي د کوکنارو کرلو ته زړه ښه کوي سږ کال ۲۴۶ زره کورنيو څخه ۲۵۰ زرو ته لوړ سوي دي.»
د روسيې د نشه يي موادو د کنترول د ادارې مشر ويکتور يوانوف وويل چي په روان وخت کي په افغانستان کي د هغو خلکو شمېر ورځ تر بلي ډيريږي چي د کوکنارو کارو بار يا توليد ته مخه کوي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم