روسيه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل غواړي
۱۳۹۸ خرداد ۷, سهشنبه![Venezuela Reaktionen auf die US Sanktionen gegen PDVSA Sergei Lawrow](https://static.dw.com/image/47277236_800.webp)
په مسکو کي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۲۸مه) د افغانستان او روسيې د ديپلوماتيکو اړيکو د سلمي کليزي په وياړ جوړو سوو مراسمو کي د طالبانو استازو او افغان سياستوالو هم گډون کړی وو.
د دې مراسمو په پيل کي د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف، وويل چي له افغانستان څخه دي ټول بهرني ځواکونه ووځي. هغه وويل: «شخړي له پوځي لاري نسي حل کيدای.»
لاروف زیاته کړه چې سولي ته د رسېدو له پاره بايد په هيواد [افغانستان] کي ټولي سياسي قوې گډ کار وکړي.
مسکو له افغانستان سره ځانگړي اړيکي لري، ځکه خپله يې د شوروي اتحاد پرمهال په افغانستان کي لس کاله جگړه پرمخ بېولې ده.
په دې مراسمو کي د طالبانو د استازي مشر ملا عبدالغني برادر، هم گډون لاره او په يوه لنډه وينا کي يې وويل چي طالبان سوله غواړي خو زياته يې کړه چي لومړی بايد د سولي په مخکي خنډونه ليري سي: «د افغانستان اشغال بايد پای ته ورسيږي.»
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي لاوروف د دغو مراسمو په څنډه کي د طالبانو له استازو سره هم لنډي خبري لرلي دي.
د طالبانو د معلوماتو له مخي د چهارشنبې په ورځ به يې استازي د هيواد د راتلونکي په موخه په بين الافغاني خبرو کي گډون وکړي.
(nz/ms (dpa