1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه له اوکراينه د غله جاتو صادرات متوقف کوي

۱۴۰۲ تیر ۲۶, دوشنبه

د روسیې او اوکراین ترمنځ د غله جاتو د صادراتو په هکله تړون، ترڅو ځله غځیدو وروسته د دوشنبه تر ماښامه اعتبار لري. مخکي له دې د کریمیا پر پله باندي د یوه برید په نتیجه کي دوه کسان ووژل سول.

Ukraine Getreide Schiff Nikolaev
انځور: Vincent Mundy/REUTERS

روسیې د تورې بحیرې له لاري د اوکراين د غله جاتو د انتقال په هکله تړون متوقف کړ. د روسيې دولتي خبري آژانس «تاس» د کریملن د ویاند دیمیتري پیسکوف په حواله ليکلي دي، کله چي د روسیې د خپلو غله جاتو د صادراتو له پاره ټولي غوښتني پوره سي، مسکو به د دغه تفاهم د پوره کولو له پاره بیرته راستون سي. له روسیې او اوکراین سره دغه هوکړه تر څو ځلي غځیدو وروسته په رسمي ډول د دوشنبه تر ماښام پوري مدار اعتبار وه.

کریملن د کریمیا پر پل باندي له برید سره تړاو رد کړ

پیسکوف دا خبره رد کړه چي د کریمیا پر پله باندي برید به د غله جاتو په هکله تړون پر راتلونکي باندي کوم اغیز ولري. هغه وویل:«دا یو له بل څخه بیلې پیښې دي. تاسو پوهیږئ چي له ترهگر برید مخکی لا په دې هکله د ولسمشر پوتین دریځ څرگند سوی وو.»

د کریملن د ویاند دیمیتري پیسکوف انځور: Valery Sharifulin/TASS/dpa/picture alliance

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څرگنده کړې وه چي د دغي هوکړې د وخت د غځیدو له پاره هیڅ اساس نسته. په دې ډول د اوکراین د غله جاتو په تیره بیا د غنمو او جواریو د میلیونونو ټنو د ترانسپورت مخه نیول کیږي، که څه هم چي دغه صادرات په تیره بیا د بې وزلو هیوادو له پاره مهم دي. 

روسیې د کريميا پر پله بريد غندلی او پړه یې پر کيف ور اچولې

دغه تړون چي له مخی یې د اوکراین غله جات د روسیې تر کنترول لاندي توري بحیرې له لاري صادریدای سي، یو کال مخکي د ملگرو ملتونو او ترکیې په منځگړیتوب رامنځته سو او له هغه راهیسي څو ځله غځیدلی دی.

GP/NZ/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل