1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه وايي پر اوکراین یې کروز توغندی استعمال کړی

۱۴۰۰ اسفند ۲۹, یکشنبه

د روسېې دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وويل چې اوکراین ېې پر کروز او هایپرسونیک توغنديو ويشتلی دی. د روسېې دفاع وزارت ويلي دي چې د واکراین پوځي تاسیسات يې په نښه کړي دي.

BG Nuklearwaffen | russische 9M729 Rakete
انځور: Pavel Golovkin/AP/picture alliance

رويټرز خبري آژانس د روسیې دفاع وزارت له قوله ليکي چې کروز توغندي د تورې او کسپین بحیرو له کښتيو او هايپرسونيک یا تر غږ چټک توغندي د کریمیا فضايي اډې څخه پر اوکراین باندې توغول شوي دي.

د دغه وزارت وياند، ایګور کوناشینکوف ويلي دي چې روسي ځواکونو د شنبې په شپه او د يکشنبې ورځې په سهار د اوکراين پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

کوناشینکوف ويلي دي: «د کلیبر کروز توغندي د تورې بحیرې له اوبو څخه د نيژن پر کارخانه توغول شوي کوم چې په جګړه کې تخریب شوي اوکرایني پوځي وسایط په کې ترمیم کیږي.»

رپوټ زیاتوي چې روسېې همدارنګه د اوکراين د پوځي چمتووالي مرکز چېرته چې بهرني ځواکونه د کیف ځواکونو سره يو ځای کیږي، ويشتلی دی. تیره ورځ رپوټونو کې وويل شول چې دا لومړی ځل دی چې روسیه په اوکراين کې هایپرسونيک توغندي استعمالوي.

روسېې پر اوکراین د فبرورۍ په ۲۴مه پوځي يرغل وکړ چې دغه پوځي اقدام ته ېې «ځانګړی پوځي عملیات» وايي. په دغې جګړه کې تر اوسه زرګونه کسان وژل شوي او له درو ميلیونو ډير بيځایه شوي دي.

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتين ويلي دي چې په اوکراین کې «ځانګړی پوځي عملیات» ضرروي وو، ځکه امریکا متحده ایالاتو دغه هیواد د روسېې د ګواښولو له پاره کاروه او روسيه مجبوره وه چې د اوکراین له خوا د روسي ژبو خلکو له «نسل وژنې» دفاع وکړي.

اوکراین بیا وايي چې دوی د خپلې بقا له پاره جنګیږي او د نسل وژنې په تړاو د پوتین ادعاوې بې اساسه بولي. په دې منځ کې لويديځ پر روسيه پراخ بندیزونه لګولي چې کریملین هغه د امریکا او د هغه د متحدینو له خوا د یوې اقتصادي جګړې د اعلان معادل اقدام بولي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب