1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

روسيه وایي پر شپږو سيمو یې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه شوي

۱۴۰۲ شهریور ۸, چهارشنبه

روسي چارواکو ويلي دي چې په پسکوف سيمه کې د بې پېلوټه الوتکو بريدونو څلور پوځي ترانسپورتي الوتکې زيانمنې کړي دي. په کيف کې بيا د هوایي بريد په نتیجه کې د دوو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

پر کیف د توغنديو بريد
پر کیف د توغنديو بريدانځور: Gleb Garanich/REUTERS

د روسيې چارواکو ويلي دي چې اوکرايني ځواکونو د روسيې پر يو شمير سيمو د بې پېلوټه الوتکو بريدونه کړي دي او په دې ترڅ کې یې د پوځي الوتکو په ويجاړولو سره هوايي ترافيک اخلال کړی دی.

روسي چارواکو ويلي دي چې دغه بريدونو په پسکوف، بريانسک، کالوګا، اورلوف او ريازان سيمو کې او همدا راز د روسیې له خوا اشغال شوي نيمه ټاپو کريميا کې شوي دي.

په پسکوف سيمه کې د لاتويا او استونيا سرحد ته څېرمه، څلور پوځي ترانسپورتي الوتکې زيانمې شوي دي. په ټولنیزو رسنيو کې په خپرو شويو عکسونو کې ليدل کیږي چې په پسکوف ښار کې اور لګيدلی او ښار دود پوښلی دی.

د پسکوف والي میکايل ودرنيکوف، د تلیګرام له لارې ويلي ول چې په دې ترڅ کې څوک ټپي شوي نه دي خو اعلان يې کړی وو چې د هوايي ډګر چارې درېدلي دي. 

اوکرايند روسي چارواکو په دې ادعاو لا سملاسي کومه تبصره نه ده کړې او نه یې هم د روسیې په خاوره کې د ډرون بريدنو مسئوليت منلی دی.

په کيف کې شديد بريدونه

د اوکراين په پلازمينه کیف کې سيمه ایزې پوځي ادارې ويلي دي چې په کیف کې د روسیې د توغنديو د بريدونو په نتیجه کې دوه تنه وژل شوي او يو تن ټپي دی. زياته شوې چې د بريدونو له کبله په يو شمير ودانيو کې اور لګيدلی دی.

د کيف ښار د پوځي ادارې مشر سرګې پوپکو، پر تليګرام ليکلي دي: «د لومړنيو رپوټونو پر اساس د ودانيو د ملبې له کبله د کیف په شيوشينکيسکی [Shevchenkivskyi] سیمه کې دوه کسان وژل شوي دي.»

په کيف کې د توغنديو بريد دوه کسان وژليانځور: Roman Pilipey/AFP/Getty Images

د کيف ښاروال ويتالي کليچکو، هم د تليګرام د يوه پوست له لارې تلفات تائيد کړي دي. نوموړي وويل چې جسدونه د يوې داسې ودانۍ پر چت موندل شوي چې څوک پکې میشت نه ول. هغه زياته کړې چې په نورو يو شمیر ودانيو کې اور لګيدلی دی.

په دې منځ کې د اوکراين پوځ ويلي دي چې د هوايي دفاع په دې منځ کې دکیف په فضا کې تر ۲۰ ډېرو ډرونونه او توغندي ويجاړ کړي دي. زياته شوې چې دا له پسرلي راهېسې پر کیف تر «ټولو ځواکمن بريد» دی.

روسيه وايي د اوکرايني ځواکونو انتقالونکې کښتۍ یې په نخښه کړي

روسیې د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چې په تور سمندرګي کې یې هغه څلور اوکرايني کښتۍ چې تر پنځوسو ډېر عسکر یې انتقالول، ويجاړې کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت په حواله يوې الوتکې د اوکراين د ځانګړو ځواکونو دغه چټکې کښتۍ په نخښه کړي دي. پېښه سه شنبه د شپې ناوخته رامنځته شوې ده. 

چارواکو ویلي دي چې په دې منځ کې د روسیې دفاعي ځواکونو په کريميا کې سيواستوپول خلیج ته څېرمه د ډرون يو بريد هم اخلال کړی دی. دغلته د روسیې د تورې بحيرې سمندري ځواکونه پراتي دي.

ب. ص/ خ. ح (dpa, AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل