1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسيه وایي په مسکو کې يې پر يوه کنيسه د داعش بريد شنډ کړی

۱۴۰۲ اسفند ۱۷, پنجشنبه

د روسیې د دولتي رسنۍ په حواله د «اسلامي دولت» نامعلوم شمير وسله وال هغه وخت وژل شوي چې د روسیې د استخباراتي ادرې ايجنټانو یې د نیولو هڅه کوله. چارواکو ويلي دي چې دغه وسله والو په مسکو کې پر يوه کنيسه د بريد پلان درلود.

روسیه وايي په مسکو کې یې پر يوه کنیسه بريد شنډ کړی دی
روسیه وايي په مسکو کې یې پر يوه کنیسه بريد شنډ کړی دیانځور: Valentin Yegorshin/TASS/dpa/picture alliance

د روسیې خبري آژانسونو رپوت ورکړی دی چې د روسیې فدرالي امنيتي خدماتو (FSB) د پنجشنبې په ورځ يو پلان شوې «ترهګریز بريد» شنډ کړی دی.

د روسیې داخلي استخباراتو (اف اس بي) ويلي دي چې د مسکو په جنوب لویديځ کې پرتې سيمې کالوګا کې په اصطلاح د «اسلامي دولت» يا داعش يوه مرکز پر يهودي عبادت کوونکو د بريد پلان درلود.

د نیولو په ترڅ کې د داعش شکمن غړي وژل شوي

د تاس خبري آژانس د امنيتي خدماتو له قوله ويلي دي: «د نیول کیدو پر وخت ترهګرو د روسیې د داخلي استخباراتي ادارې د افسرانو پر وړاندې وسله وال مقاومت کړی دی چې په نتیجه کې یې د ځوابي ډزو په ترڅ کې وژل شوي دي.»

د اف اس بي له خوا ويل شوي: «وسله، تجهیزات او همدا راز د چاوديدونکو توکو د جوړولو له پاره مواد هم موندل شوي او ضبط شوي دي.»

په هغو انځورونو کې چې د « Zvezda news» دولتي تلویزيون له خوا خپاره شوي، ليدل کيږي چې د اف اس بي پرسونل په يوه کور کې د تلاښۍ په حال کې دي چېرې چې دوه جسدونه د وسلو، تجهیزاتو او چړو ترڅنګ پراته دي.

د روسیې داخلي استخباراتي ادارې ويلي دي چې دغه نارينه د داعش د افغان څانګې برخه دي خو د هغوی د مليت په اړه یې څه نه دي ويلي.

د روانې مياشتې په سر کې اف اس بي ويلي ول چې د مسلمان اکثريت په جنوبي سيمه انګوشتيا کې یې د داعش شپږ جنګيالي وژلي دي.

په غزه کې د حماس وسله والې ډلې او اسرائيل ترمنځ د جګړې له پېل راهېسې د روسیې په يو شمير برخو کې د هيواد د مسلمان او يهود اوسيدونکو ترمنځ ترنګلتياوې مخ پر زياتېدو دي. 

د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې هغه وخت د يهودانو ضد احساسات پاريدلي ول کله چې د روسیې د جنوب د داغستان جمهوريت په مخاچ کلا کې خلک خبر شوي ول چې له تل ابيب څخه يوه الوتکه هلته رسیدلې ده او د اسرائيلي اتباعو د لټې په موخه یې د سيمې پر يوه هوايي ډګر هجوم وړ وړلی وو.

روسیې پر اوکراين د دې ګډووډۍ د رامنځته کولو تور لګولی وو او ويلي ول چې اوکراين پکې نیغ په نیغه لاس لري. خو په کيف کې حکومت دا خبره رد کړې وه.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل