1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

روسيه: په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۹۶۶ نوې پيښې ثبت شوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۶, شنبه

د تازه رپوټونو په حواله، په روسيه کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا ويروس د ابتلا ۵۹۶۶ نوې پيښې ثبت شوي دي. په روسيه کې د روانې مياشتې په جريان کې د کرونا د مبتلايانو شمير په ډيرې چټکۍ مخ په لوړيدو دی.

Coronavirus Russland Moskau Polizisten kontrollieren Ausgangssperre
انځور: Imago Images/Tass/A. Shcherbak

له مسکو څخه د رويټرز خبري آژانس په حواله، د دغه هيواد د کرونا ويروس د بحران پر وړاندې د مبارزې مرکز، د شنبې په ورځ (د اپريل ۲۵مه) وويل چې يوازې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د نوي کرونا ويروس يا کوويډ-۱۹ د مرض ۵۹۶۶ نوې مثبتې پیښې ثبت شوي دي. د دغه مرکز په وينا، دې سره په روسيه کې د ټولو مبتلايانو شمير ۷۴ زره او ۵۸۸ تنو ته رسيدلی دی.

دغه مرکز همداراز د ۶۶ کسانو د مړينې خبره هم کړې ده. دې سره په روسيه کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شوو کسانو شمير ۶۸۱ ته رسيدلی دی.

په روسيه کې د کرونا ناروغۍ مثبتو پيښو په روانه مياشت کې زور واخیست. تر دې وړاندې له روسيې څخه د لويديځې اروپا د هيوادونو په پرتله د کرونا د ډيرو لږو مثبتو پيښو رپوټونه ورکړل شوي وو.

آژانسونه/م.ک.ص/ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب