1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

روسيه په هند کي کرونا ضد واکيسن توليدوي

۱۳۹۹ آذر ۷, جمعه

هند او روسيې توافق کړی دی چي د سپوتنيک ۵ په نوم روسی کرونا ضد واکسين به په هند کي توليد کړي.

Russland | Juri Rescheto News | Impfstoff Sputnik V
انځور: Juri Rescheto/DW

د روسيې د دولتي صندوق او د هند «هېټرو« درمل جوړونکي شرکت توافق کړی دی چي د سپوتنيک ۵ په نوم کويد ۱۹ ضد واکسين به په هند کي توليديږي. د يوې اعلاميې له مخي هندی شرکت به په کال کي۱۰۰ ميليونه دوزه واکسين توليدوي.
 

د روسيې د مستقيمي پانګونې صندوق (RDIF) چي په نړيواله توګه يې د کرونا ضد واکسين جوړولو پروسه کي برخه اخيستې ده، په پام کي لري چي د۲۰۲۱م کال په پېل کي به د ياد واکسين توليد پېل سي.

(RDIF) په خپله اعلاميه کي ويلي دي چي «هېټرو، چي د هند له مخکښو درلو جوړونکو شرکتونو څخه دی، توافق يې راسره کړی دی چي د کرونا ويروس له کبله رامنځ ته کېدونکي ناروغۍ ضد واکسين سپتونيک ۱۰۰ ميليونه دوزه به هر کال په هند کي توليد کوي.»

د ډاکټر رېډي لابراتوار په نوم هندی درمل جوړونکی د یاد روسي واکسين د ازمويلو په وروستي پړاو کي دی. دغه شرکت ويلي دي اټکل کوي چي د ۲۰۲۱ کال تر مارچ مياشتي پوري به د دغه واکسين ازمايښتي پړاو پای ته ورسيږي.

د هېټرو هندي شرکت رئيس بي مورالي کرشنا ويلي دي: «په داسي حال کي چي موږ په هند کي د واکسين د کلينيکي ازموينو پايلو ته په انتظار يوو، موږ باور لرو چي په سيمه کي د دغه واکسين توليد به تر ناروغانو پوري د رسولو لاري لنډي کړي.»

روسيې ويلي دي چي دغه واکسين ۹۲ فيصده د کويد ۱۹ پر ضد اغېز کوي. په عيني حال کي مسکو غواړي چي د لويديځو هيوادونو سره د مؤثره واکسين جوړولو په سيالي کي شاته پاته نه سي.

روسيې ويلي دي چي د واکسين يو واحد به يې په نړيوال بازار کي د ۱۰ ډالرو قيمت ولري او په دې توګه به د نورو ټولو ثبت سوو واکسينونو په پرتله ارزانه وي.

روسيه لومړی هيواد وو چي د کرونا ضد واکسين يې راجستر کړ. دغه واکسين ته په اګست مياشت کې د شوروي د وخت د مصنوعي سپوږمکۍ «سپوتنیک» نوم ورکړل سو. خو دا له دې مخکي چي ټولي کلينيکي ازموينې يې بشپړي سوي وي.

دمګړی د ياد واکسين د آزمويني دريمه يا وروستۍ مرحله ادامه لري. په دغه پړاو کي د ۴۰ زرو په شاوخوا کي رضاکاران ښکېل دي چي ورباندي دغه واکسين ازمويل کيږي.

د نورو هيوادونو تر څنګ دغه واکسين په هند، سپينه روسيه، عربي اماراتو او وينيزويلا کي ازمويل کيږي.

د سپوتنيک ۵ واکسين جوړونکو د پنجشنبې په ورځ وويل چي ازمويل کيږي چي ايا د بريتانوي شرکت آسترازېنيکا له خوا جوړ سوي واکسين سره د روسي واکسين په يوځای کولو د هغه مؤثريت زياتيږي که څنګه؟

آسترازېنيکا وايي چي واکسين يې ۹۰٪ مؤثريت لري او ويلي يې دي چي د روان کال تر پايه پوري به ۲۰۰ ميليونه دوزه توليد کړي.

ر.ک./ا.ا./ن.ز.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب