1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په روسیه کې د کرونا پيښې ډيرې چټکې زياتې شوې دي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

د تيرې يوې ورځې او شپې په جريان کې په روسيه کې د کرونا ويروس ۱۰۶۳۳ نوې مثبتې پیښې ثبت شوي دي. تر اوسه په دغه هیواد کې ۱۲۸۰ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي. اوس دغه وبا د روسيې پوځ ته هم رسيدلې ده.

Russland Moskau | Coronavirus | Lomonosow-Klinik
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/T. Makeyeva

په مسکو کې د روسيې د رسمي سرچينو په حواله، د يوې شپې او ورځې په دننه کې په کرونا ويروس باندې د ۱۰۶۳۳ کسانو اخته کيدل، په دغه هيواد کې تر ټولو لوړ شمير دی.

دغه رپوټ چې نن يکشنبه (د می ۳مه) خپور شوی، په کې زياته شوې ده چې په روسیه کې د کرونا د مبتلايانو شمير اوس څه باندې ۱۳۴ زره او ۶۰۰ ته رسيدلی دی.

په رپوټ کې زياته شوې چې په روسيه کې د کرونا ناروغۍ له امله تر اوسه ټول ټال ۱۲۸۰ تنه مړه شوي دي.

په عين وخت کې د روسيې د دفاع وزرات هم «د کرونا ويروس د ډير خطرناک او شديد ډول ابتلا» له احتمال څخه خبرداری ورکړی دی.

په دغه وزارت پورې د اړوندو سرچينو په حواله، تر اوسه پورې د روسيې د پوځ په شاوخوا ۳۰۰۰ منسوبانو کې د دغې وبا تشخيص شوی دی.

په روسيه کې په اوايلو کې د لويديځې اروپا هيوادونو په پرتله د کرونا ډيرې لږ پيښې ثبت شوې وې، خو په ورستيو اوونيو کې يې ډير شدت موندلی دی.

(dpa) / nf, si, mks,ns

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب