1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه کې پر افغان سولې کومه پرېکړه وشوه؟

۱۳۹۸ آبان ۴, شنبه

د روسيې، چين، متحده آيالاتو او پاکستان استازو د جمعې په ورځ ويلي دي چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو يوازنۍ لاره خبرې اترې دي. د دې غوښتنه هم وشوه چې د امريکا او طالبانو تر منځ خبرې بايد ژر بېرته پيل شي.

Russland | Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politikern
انځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د مسکو يوه ورځنۍ غونډه مخکې له هغه وشوه چې د چين په کوربتوب بين الافغاني خبرې اترې هم ټاکل شوې دي. د بيجينګ خبرې چې ښايي راتلونکې اوونۍ پيل شي، د ځينو چارواکو په حواله چې له موضوع سره بلد دي، ځنډول شوې دي. د نوم نه اخيستلو په شرط دغو چارواکو ويلي دي چې د موضوع په هکله د خبرو کولو اجازه نه لري، خو د چين د ناستې ځنډ به يوازې لنډمهالی وي. خو کومه بله نېټه په ډاګه شوې نه ده. کله چې په چين کې د افغان سولې په هکله خبرې پيل شي، نو هغه به د جولای مياشتې راهيسې په جګړه کې د ښکېلو اړخونو تر منځ لومړنۍ خبرې وي. ولسمشر غني هم چې تر مخه يې د هغه د حکومت له مشرۍ پرته هر ډول خبرې رد کړې وې، د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ م کال د اکتوبر پر ۲۵مې) وويل چې د چين غونډې ته به استازي واستوي. د جمعې په ورځ تر دې خبرې مخکې يوه افغان چارواکي چې د ورته دلايلو له مخې يې د نوم نه اخيسلو په شرط خبرې کولې، ويلي ول چې غني په دغو خبرو اترو کې له ګډون سره لومړی مخالفت درلود. دا چې ولې د غني نظر بدل شوی دی، معلومه نه وه، خو داسې اټکل کيږي چې له کابل څخه به ډېرې وتلې څېرې د چين په غونډه کې برخه واخلي. 

کرزی او برادر ښايي مهم نقش ولري

د هغوی په منځ کې به ښايي پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم وي چې له طالبانو سره د مستقيمو خبرو اصلي پلوی دی. د طالبانو د پلاوي مشري به ملا عبدالغني برادر کوي چې د دغه حرکت مرستيال بنسټ ايښودونکی دی.نوموړي اته کاله د پاکستان په زندانونو کې تېر کړي دي وروسته له هغه چې په ۲۰۱۰ کال کې يې په پټه د هغه وخت له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د سولې په هکله خبرې پيل کړې وې. برادر د متحده آيالاتو د سي آی اې او د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملياتو د لارې ونيول شو. کرزی د اسوشيتد پرېس خبري اژانس ته پخوا لا ويلي ول چې په ۲۰۱۰ م کال کې نه پاکستان او نه د امريکا متحده آيالات له طالبانو سره د سولې په هکله خبرو ته چمتو ول. د مسکو د جمعې ورځې په غونډه کې داسې يوه بيانيه هم خپره شوې ده چې روسيې، چين او پاکستان پکې پر واشنګټن باندې غږ کړی دی چې له طالبانو سره خبرې اترې بايد بېرته پيل کړي او داسې تړون هم ورسره لاسليک کړي چې د افغانانو مخامخ خبرو اترو ته لاره هواروي.

ملا عبدالغني برادر به ښايي د چين په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشري وکړيانځور: picture-alliance/dpa/TASS/S. Fadeichev

APE/ن ص/ ا و ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل