د آلمان خبري آژانس له مسکو څخه لیکي چې په دغو تمریناتو کې له ۲۵۰۰ ډير پوځيان ګډون لري. دغه تمرینات چې د تاجیکستان هیواد په خلطان ولایت کې پيل شوي، د اګست تر ۱۰مې پورې به ادامه ولري.
په دغو پوځي تمریناتو کې د روسيې ۱۸۰۰ پوځيان ګډون لري. د دغو مانورونو څخه موخه د پوځيانو روزنه ده چې څنګه په سرحدي علاقو کې د تروریستانو پر وړاندې له خپل ځان څخه دفاع وکړي. سرتيري به دغه راز د دښمن د ټانګونو او د ډرون الوتکو د دفع کولو تمرینات هم کوي.
روسيې د افغانستان سرحد ته نژدې دغه ګډ تمرینات په داسې وخت کې په لاره اچولي چې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونه د وتلو په حال کې دي او ورسره جوخت د طالبانو حملو زور اخیستی دی. طالبان توانیدلي چې په وروستيو میاشتو کې ډيرې سیمې له حکومت څخه ونيسي. په نیول شوو سیمو کې د افغانستان د شمالي ولایتونو ولسوالۍ هم شاملي دي کوم چې د منځنۍ آسیا هیوادونو لکه تاجیکستان او ازبیکستان سره ګډې پولې لري. په شمال کې د طالبانو د حملو په ډيريدو سره په وروستيو کې په سلونو افغان سرتيري په موقتي توګه د تاجيکستان او ازبیکستان خاورې ته اوښتي ول.
ډي پي اې/م.ک.ص./ب.ص.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم:
په مسکو کې د برم پوځي پرېټ
روسيې په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۷۶مه کلیزه په پوځي پرېټ ولمانځله. روسيه هرکال د می ۹ لمانځي. انځورونه يې وګورئ!
انځور: Maxim Shemetov/REUTERSد پلان له مخې پوځي پرېټ د ګرينويچ پر وخت د سهار پر ۷ بجو په ځانګړو تشریفاتي مراسمو سره پیل شو.
انځور: Alexander Zemlianichenko/AP Photo/picture allianceد روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتین هم په مسکو کې د می مياشتي د نهمې په پوځي مراسمو کې ګډون درولود او د پوځي پرېټ ننداره يې وکړه. هغه له پخوانيو پوځيانو سره د لیدنې پر مهال.
انځور: Alexei Druzhinin/AP Photo/picture allianceد روسېې دغه پوځي پرېټ په داسې وخت کي وشو چې سږکال يې له لويديځ سره اړيکې هم خړې پړې شوې دي.
انځور: Mikhail Metzel/Sputnik/REUTERSپوتین د پخوانيو جنرالونو په منځ کې
په انځور کي د دوهمي نړيوالي جگړې څوتنه گډون کوونکي ښکاري. پوتين هغوی ته مبارکي ورکړله.
انځور: Mikhail Metzel/Sputnik/REUTERSدغه پوځي پرېټ د مسکو په سره میدان کې تر سره شو.
انځور: Maxim Shemetov/REUTERSهمدا ډول ويل شوي ول چې د مسکو د یکشنبې ورځې په پوځي پرېټ کې د نړیوال بالیستيکي توغنديو په ګډون به ۱۹۰ ډوله وسلې وښودل شي.
انځور: Evgenia Novozhenina/REUTERSپه پوځي پرېټ کې د نژدې ۸۰ پوځې الوتکو ګډون. درې جوړې الوتکې د سره میدان له سره په آسمان کې د روسې د درې رنګه بیرغ په نقش کاږولو سره تیریږي.
انځور: Shamil Zhumatov/REUTERSروسيې په دغه پوځي پرېټ کې خپل پوځي ځواک نندارې ته وړاندې کړ. روسيه د نړۍ يو قوي پوځي ځواک درولودونکی هیواد ګڼل کيږي.
انځور: Alexander Zemlianichenko/AP Photo/picture alliance زغروال روسي ټانکونه د هغو درونو وسلو له ډلې څخه ول چې د یکشنبې ورځې په پوځي پرېټ کې تیر شول.
انځور: Alexander Zemlianichenko/AP Photo/picture allianceتر پوځي پرېټ دمخه رپوټونو کې راغلي ول چې د مسکو په دغه پوځي مراسمو کې ۱۲ زره عسکر ګډون کوي.
انځور: Maxim Shemetov/REUTERSروسيې د يکشنبې ورځې په پوځې پرېټ کې د مختلفو پوځي قطعاتو سرتيري وښودل شول.
انځور: Evgenia Novozhenina/REUTERSروسيه په داسې وخت کې سږکال د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي د بریا ۷۶مه کلیزه لمانځنه چې سږکال يې له امریکا متحده ایالات سره ديپلوماتيکي اړېکې ترینګلي شوي دي.
انځور: Sergei Karpukhin/TASS/dpa/picture allianceروسيه وايي دغه مسئله چې د لوېديځ د اندېښنې سبب شوې په اصل کې د ناټو پوځي اتحاد او اوکراين د پوځي فعالیتونو ته د ځواب په توګه د پوځي تمریناتو یوه لړۍ وه. روسيې وروسته د خپلو ځينو ځواکونو د وتلو امر وکړ.
انځور: Shamil Zhumatov/REUTERSد فرانسې خبري آژانس په حواله روسیه پلان لري چې د دوشنبې په ورځ د می ۱۰مه هم دې ته ورته پوځي پرېټونه په خپلو ځینو نورو ښارونو کې وکړي.
انځور: Yuri Smityuk/TASS/dpa/picture alliance