1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

روسيې د ۳۶ اوکرایني ډرونونو د راغورځولو ادعا کړې

۱۴۰۳ تیر ۱۰, یکشنبه

د روسيې دفاع وزارت د یکشنبې په روځ وويل چې روسي ځواکونو اوکراین سره په سرحدي علاقو کې د اوکراین ۳۶ ډرون راغورځولي دي. د رپوټونو مطابق، اوکراین سږکال د روسيې په سرحدي علاقو کې د ډرون حملې زياتې کړي دي.

د آرشیف انځور - یو اوکرایني سرتيرې له ډرون سره
د آرشیف انځور - یو اوکرایني سرتيرې له ډرون سرهانځور: Inna Varenytsia/REUTERS

د روسيې دفاع وزارت پر تيلګرام لیکي: «دافع هوا سیستم د دندې پرمهال ۱۵ ډرون په کورسک سیمه کې، ۹ په ليپتسک، ۴ په ورونیش، ۴ په براینسک او دوه دوه په بیلګراد او اریول علاقو کې راغورځولي دي.»

د ورونیش والي الکساندر ګوسيف هم پر تيلګرام ليکلي چې دفاع وزارت «ګڼ شمېر اوکرايني ډرون له منځه وړي» او زیاتوي چې «ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.»

روسیه او اوکراین د ۲۰۲۲م کال فبرورۍ راهیسې پر يو بل د ډرون حملې کوي چې په هغو کې په سلونو کيلومتره واټن وهونکي ډرون هم شاملې دي.

 د فرانسې خبري آژانس ليکي چې اوکراین روان کال د روسيې حریم کې خپلې د ډرون حملې زیاتې کړي. اوکراین وايي چې په دغو حملو کې د روسيې د پوځ او انرژۍ تاسیسات او همدارنګه سرحدي کلي او ښارګوټي، په نخښه کيږي.

د کورسک والي تېره ورځ ويلي وو چې د اوکراین د یو ډرون په حمله کې سرحد ته په څو مترۍ کې يو کور په نخښه شوی چې په کې د دوو ماشومانو په ګډون ۵ کسان وژل شوي دي.

(AFP)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل