1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې یو ځل بیا پر اوکراین د توغندیو بریدونه کړي

۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبه

روسیې د دوشنبې په ورځ يو ځل بيا د اوکراین پر يو شمير ښارونو د توغندیو بریدونه کړي دي. د سرچينو په حواله د دغه هیواد دافع هوا سیستم د بريدونو د مخنیوی په موخه فعال وو او په مختلفو سیمو د خطر زنګونه اوریدل سوي دي.

پر کيف راکټي بريدونه
پر کيف راکټي بريدونهانځور: Gleb Garanich/REUTERS

د میلادي کال په دې نوي اونۍ کې د اوکراین ډیري سیمې او ښارونه د روسي ځواکونو  له لوري د راکیټې حملو او هوایې بمبار په واسطه په نښه سوي. د اوکراین د سرچینو په حواله په یو شمیر سیمو کی د خطر ږغونه هم  اوریدل سوي او د هیواد دافع هوا سیستم هم فعال وو .

د یادو سرچینو په حواله په پایتخت کيف او د کيف په شمول په زاپوريژيا کې هم د چاودونو ږغونه اوریدل کیدل.

د اوکراین مسئولو چارواکو له خلکو غوښتي چې خوندي او امن ځایونو ته ولاړ سې. همدارنګه د اوکراین هیواد په ځینو سیمو کې د برق د قطع کیدو خبر هم ورکړل سوی دي.

نن دوشنبه ۲۵۰مه ورځ ده چې روسیې پر خپل ګاونډي هیواد اوکراین يرغل پېل کړی دی.

د لومړنیو راپورونو او د اوکراین رسمي سرچینو په خبره روسي ځواکونو د تیر په شان په ورته بریدونه لاس پورې کړی او د دوشنبې په ورځ یې د اوکراين ګڼ میشته سيمې د خلکو د ګڼې ګونې په وختونو کې په نخښه کړي دي.

د اوکراين جګړې په ترڅ کې راکټي بريدونهانځور: Kostiantyn Liberov/AP Photo/picture alliance

 د روسیې له لوري پر اوکراین تیرو بریدونو مرګ ژوبله هم له ځانه سره لرله، خو د اوسنیو بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه جزیات ندي ورکړل سوي. روسیې خبرداری ورکړی وو چې د اوکراین بریښنا سیستم برخې به په نښه کوي.

پوتين: اوسنۍ لسيزه د نړيوالي جگړې راهيسي تر ټولو خطرناکه ده

اوکراین د «انرژۍ د په نښه کولو» څخه خبره وکړه او ویې ويل چې روسیه د دې ډول حملو له لارې هڅه کوي چې د اوکراین خلکو په منځ د ژمي په رارسېدو ویره خپره کړي او خلک اړ کړي چې له همدي ویري خپل هیواد پریږدي او له سیمې پښې سپکې کړي.

لندن: مسکو د احتېاط عسکر په زړو تجهیزاتو جبهې ته استوي

د بریتانوي کارپوهانو د اټکلونو پر اساس روسیه خپل احتیاطې سرتیري په زړو او نامناسبو  تجهیزاتو د اوکراین د جګړي لیکو ته لیږي.

د بریتانیا د دفاع وزارت په یوه راپور کې چې نن، دوشنبه په لندن کې خپور سو، راغلي چې «په سپټمبر میاشت کې روسي افسرانو انديښنه ښوولې وه چې ډیري احتیاطي سرتیري چې تازه د جګړي لیکو ته لیږل سوي وه، وسلې یې نه لرلې.«

اوکراین د برق د کمبود سره مخامخ دی

د همدی راپور په حواله داسې تصویرونه هم خپاره سوي چې د روسیې د احتیاط سرتیري له ډیرو زړو وسلو سره لیدل کیږي چې په مناسبه توګه د نه ساتل کيدو له کبله ترې په ډیري سختۍ سره استفاده کيدلای شي.«

پر اوکراين د روسیې تر يرغل وروسته د همدي کال په فیبرورۍ میاشت کې د بریتانیا دفاع وزارت هره ورځ د اوکراین د جګړي راپورونه د استخباراتې سرچینو او دلایلو په وړاندي کولو سره خپروي.

د بریتانیا دفاع وزارت د دې راپورونو په خپرولو سره قصد لري چې د روسیې له لوری د خپرو سوو راپورونو سره مقابله وکړي او خپلو همګټو هیوادونو ته په دي برخه کې معلومات وړاندي کړي خو روسیه دا څه د غلطو معلوماتو د کمپاین په توګه يادوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب