1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادروسیه

روسي اُلیګارشانو د اروپايي بندیزونو پر وړاندې شکایت کړی

۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبه

روسي اُلیګارشانو، شرکتونو او بلاروس د اروپا په عالي محکمه کې له خپلو ځانونو څخه د دفاع په خاطر اقامه دعوا او شکایت کړی دی. دوی خپل شهرت ته د رسیدلي زیان له کبله د جبران خسارې غوښتنه کړې ده.

Michail Fridman | russisch-israelischer Oligarch
انځور: Pavel Golovkin/AP Photo/picture alliance

د «بیلډ ام زونټاګ» المانۍ ورځپاڼې یو رپوټ خپور کړی دی چې اوسمهال هغو ۶۱ افرادو او شرکتونو چې بندیز پرې لګول شوی دی، په لوګزامبورګ کې د اروپا په عالي محکمه کې د عدالت غوښتنه کړې ده.

د اروپا د عالي محکمې په انټرنټ پاڼه کې د موجودو اسنادو په حواله، د بیلګې په توګه ګریګوري برسکین او ګنادیچ تمشینکو په نامه دوو الیګارشانو د «معنوي زیان» رنځ ګاللو له کبله د جبران خسارې غوښتنه کړې ده.

برسکین ادعا کوي چې هغې خپل شهرت ته د اوښتې زیان صدمه ګاللې ده او د اوکراین له هیڅ کومې پيښې سره ارتباط نه لري. همدارنګه هغه ویلي دي چې حکومت د روسیې فدراسیون ملاتړ نه کوي.

نوموړي په ظاهره کې په سمبولیک ډول د «۱ یورو» غیر مادي جبران خسارې غوښتنه کړې ده.

تمشینکو چې په سویس کې ژوند کوي او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د واورو یا یخي پر مخ د هاکي لوبه کوله له اروپايي اتحادیي څخه د یوه میلیون یورو جبران خسارې غوښتنه کړې ده.

نوموړي پر اروپايي اتحادیي تور لګولی دی چې له پوتین سره يي د ده د اړیکو په هکله قضاوت کې ښکاره تیروتنه کړې ده. نوموړي پخپله اقامه دعوی کې نور دلایل هم وړاندې کړي دي.

اروپايي اتحادېې پر روسيې باندې پر نوو بنديزونو توافق وکړ

علي یشر عثمانوف، په المان کې یو مشهور الیګارش هم اقامه دعوا کړې ده. ویل کیږي نوموړی چې په موقتي ډول یې د تګرن یا تګرنزي جهيل په غاړه کې په یوې عصري ماڼۍ کې ژوند کاوه، اوس خپل هیواد ازبکستان ته تښتیدلی دی.

ویل کیږي چې د المان د بایرن ایالت په «روتاخ اګرن» کې د پلټونکو او مالیاتي چارواکو هجوم ډیره غوغا راپورته کړې ده. عثمانوف هڅه کړې ده چې په بیړنۍ پریکړې سره د اروپایي اتحادیي له بندیزونو حذف شي، خو دا مورد د اروپایي اتحادیي د اړونده محکمې د رئیس له خوا رد شوی دی.

ns, sn (dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب