1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

روسي رسنۍ: يوه پوځې څرخي الوتکه رالوېدلې عمله ېې مړه ده

۱۴۰۳ مرداد ۴, پنجشنبه

روسي رسنیو ويلي دي چې د روسيې یوه پوځي مې-۲۸ ډوله څرخي الوتکه رالوېدلې ده. زیاته شوې ده چې دغه الوتکه د تخنيکي ستونزې له کبله رالوېدلې چې په پایله کې ېې د الوتکې عمله له منځه تللې ده.

Russland | Mi-28 Hubschrauber
انځور: Yury Kirsanov/Aviation-Images/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس په حواله، دوو روسي رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جولای ۲۵مه) ويلي دي چې د روسيې د پوځ دغه الوتکه د دغه هېواد په جنوب غرب کې په یوه غیر مسکوني سيمه کې رالوېدلې ده.

د روسيې تاس خبري آژانس د پېښې په هکله د روسيې د دفاع وزارت په حواله ويلي دي: «یوه مې-۲۸ ډوله الوتکه په کالوګا سیمه کې رالوېدلې ده... عمله ېې مړه شوې ده.»

انترفاکس خبري آژانس په حواله، د روسیې دفاع وزارت په دې هکله په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې «د لومړنیو معلوماتو پر اساس دغه فاجعه د ېوې تخنيکي ستونزې له کبله رامنځ ته شوې ده.»

یوه ځایي چارواکي تاس خبري آژانس ته وويل چې الوتکه د اوکراین له سرحده شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره ليرې، په یوه ځنګله کې رالوېدلې ده. دا چې په دغه الوتکه کې په څه شمېر کې عمله وه او ايا له هغوی علاوه نور کسان هم پکې ول که نه، په رپوټ کې څه نه دي ویل شوي.

(AFP)mks/nz

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب