1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه او ازبکستان افغانستان سرحد ته نژدې پوځي تمرینات پیلوي

۱۴۰۰ تیر ۲۹, سه‌شنبه

روسیه او ازبکستان په پام کې لري د افغانستان پولې ته نژدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړي. د روسيې پوځ تيره ورځ ويلي ول چې دوی دې ته ورته پوځي تمرینات په تاجيکستان هیواد کې هم پيلوي.

Russland Vostok 2018 War Games
انځور: picture-alliance/dpa/Tass/A. Yereshko

روسیه او ازبکستان د افغانستان سرحد ته نژدې پوځي تمرینات پیلويرويټرز خبري آژانس د سه شنبې په ورځ له مسکو څخه د روسيې د انترفاکس خبري آژانس له قوله خبر ورکړ چې د دغه هیواد پوځ ويلي دي چې دغه پوځي تمرینات به د جولای میاشتې له ديرشمې څخه د اګست میاشتې تر ۱۰مې پورې ادامه ولري.

زياته شوې ده چې دغه پوځي تمرینات به د افغانستان سرحد ته نژدې په سويلي ایالت، سرخان دریا کې ترسره کیږي چې شاوخوا ۱۵۰۰ سرتیري او د الوتکو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ وسایط به پکې ګډون ولري.

د روسيې پوځ تر دې يوه ورځ مخکې ويلي ول چې په تاجيکستان کې هم له ازبکستان او تاجيکستان سره ګډ پوځي تمرینات پيلوي. سرچينې زیاته کړې وه چې دغه تمرینات به د اګست میاشتې له ۵مې تر ۱۰مې پورې وي او د افغانستان پولې ته په ۲۰ کیلومترۍ فاصله کې ترسره کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې وسله والو طالبانو په وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې چې د تاجيکستان او ازبکستان سره ګډې پولې لري یو شمیر سیمې ونيولې. تر هغه وروسته تاجيکستان اعلان وکړ چې له افغانستان سره د خپلې پولې د تقویې له پاره هلته نوي ځواکونه ځاي پر ځای کوي.